مهم خبرونه له متن او انځور سره
مهم خبرونه له متن او انځور سره
په ایران کې پارلماني ټاکنې تر سره کیږي
په ایران کې د ټاکنو په درشل کې کابو ۱۴۰۰ کسان له خپلو کاندیداتورۍ پر شا شوي دي. لکه څرنگه چې د دغه هیواد د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر محمد حسین موغومي نن د پنجشنبې په ورځ ویلي دي د پارلمان د ۲۹۰ څوکیو له پاره ۴۸۴۴ کسانو ځانونه کاندید کړي. ټاکنې د جمعې په ورځ تر سره کیږي.
په لیبیا کې له بشري حقونو څخه د سرغړاوي تورونه
ملگرو ملتونو په لېبیا کې د جگړې پر ښکیلو اړخونو باندې له بشري حقونو څخه د سرغړاوي سخت تورونه لگولي دي. په ژنیف کې د ملگرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیسار زید رعد حسین ویلي دي چې د سرغړونو په زیاترو پیښو کې ښایي د جنگي جرمونو موضوع مطرح وي. د ملگرو ملتونو رپوټ د دغه شمالي افریقايي هیواد کابو ټولې وسله والې ډلې د اعدامونو، ربړونې او د جنسي تیریو د پیښو له پاره گرمې گڼي.
«په سوریه کې یوه اوربند ته مکلف نه یو»
د ترکیې صدراعظم داود احمد اوغلو ویلي دي چې د سوریايي کردي ملیشو له لوري د یوه احتمالي برید په صورت کې په سوریه کې یوه اوربند ته مکلف نه دي. اوغلو د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې «دغه اوربند یوازې د سوریې او د هغو اړخونو له پاره صدق کوي چې د دغه هیواد په داخل کې جنگیږي.» هغه زیاته کړې ده «که چیرې کوم اړخ خطر رامنځ ته کوي او د ترکیې د امنیت خبره مطرح کیږي، نو یو اوربند زموږ له پاره الزامي بڼه نه لري.»
آسترالیا غواړي چې خپل پوځ په هر اړخیزه توگه عصري کړي
د ترهگرۍ گواښ او د چین په سویلي سمندرگي کې د ترینگلتیا د زیاتیدو په پام کې نیولو سره آسترالیا غواړي چې ځان په وسلو لا پسې مجهز کړي. د دغه هیواد حکومت یو رسمي سند خپور کړی دی چې په راتلونکو شلو کلونو کې ۱۹۵ میلیارده آسترالیایي ډالر لگښتونه پکښې په پام کې نیول شوي دي. په دغه څه کې پر نورو سربیره د ۱۲ اوبتلونو رانیول او همداشا نوې جنگي بیړۍ او توغندي هم په پام کې دي.
ناټو د انساني قاچاق وړونکو پر وړاندې ماموریت پراخ کړی
د ناټو غړي هیوادونه د کډوالو د کړکیچ په ترڅ کې د یوه شخړه ایز ماموریت پر یوه چارچوکاټ باندې راضي شوي دي. په بروکسل کې د ناټو د عمومي مقر په حواله اوس د دغه سازمان کښتۍ د ترکیې او یونان په سواحلو کې کولای شی په ماموریت وگمارل شي، څو د انساني قاچاق وړونکو بانډونو فعالیتونه وڅاري. پلان شوې ده چې د مهاجرو د کښتیو په هکله په سملاسي توگه ترکي چارواکو ته خبر ورکړل شي.
د سوریې اپوزیسیون هم اوربند ته چمتووالی ښوولی دی
په سوریه کې د بشارالاسد د حکومت څخه وروسته اپوزیسیون هم خپل چمتووالی ښوولی دی چې د امریکا متحدو ایالاتو او روسیې له لوري وړاندیز شوی اوربند مني. لکه څرنگه چې د العربیه په نوم تلویزوني چینل خبر ورکړی دی د اپوزیسیون د خبرواترو جگپوړې کمېټې یوه اوربند ته، چې دوه اوونۍ دوام کوي خپل تعهد ښوولی دی. همداشان کردي ولسي ملیشې هم یوه اوربند ته چمتووالی اعلان کړی دی.