نیوزیلنډ په افغانستان او عراق کې خپل پوځي ماموریت تمدید کړ
۱۳۹۷ شهریور ۲۶, دوشنبهد دوشنبې په ورځ د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې جاسیندا اردرن اعلان وکړ چې هیواد يې غواړي په افغانستان او عراق کې خپل پوځي ماموریت وغځوي او په دې ترتیب سره به په دواړو هیوادونو کې د نیوزیلنډ پوځي حضور د راتلونکي میلادي کال تر نیمايي پورې دوام ولري. د نیوزیلنډ د لومړۍ وزیرې د دفتر له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د اردرن له قوله راغلي: «په بهر کې د دفاعي پرسونل د ګمارلو پریکړه د حکومتونو له پاره یو له ستونزمنو پریکړو څخه وي او په ځانګړي توګه کله چې دغه ماموریتونه په ستونزمنو او خطرناکو چاپیریالونو [هیوادونو] کې وي.»
د اعلامیې په حواله، په عراق کې د نیوزیلنډ پوځي ماموریت به د ۲۰۱۹م کال د جون میاشتې پورې او په افغانستان کې به د دغه هیواد پوځي ماموریت د ۲۰۱۹م کال تر سپتمبر میاشتې پورې ادامه ولري. په عین وخت کې د نیوزیلنډ د بهرنیو چارو وزیر وینسټن پیټرز د خپل هیواد د پوځي ماموریت د غځولو د موضوع په هکله ویلي چې اسلامي دولت [داعش ډلې] د دې وړتیا ښوولې چې سخت دریځۍ ته لمن ووهي او ټولې نړۍ ته ترهګري صادره کړي.
نوموړي زیاته کړې چې له نیکه مرغه نیوزیلڼد په کور دننه کومه ترهګریز برید نه دی تجربه کړی خو په خبره یې زموږ جغرافیه په نړیواله کچه د قانون د حاکمیت او ثبات په هکله د اقداماتو په برخه کې نه راګرځوي. نیوزیلنډ د ۲۰۱۵م کال راهیسې په عراق کې غیر محاربوي ماموریت د روزنې ماموریت لري. ټاکل شوې چې په نوي ماموریت سره به په عراق کې د نیوزیلنډ د ګمارل شوو سرتیرو شمیر له ۱۴۳ څخه ۱۲۱ ته راټیټ شي.
نیوزیلنډ به په خپل نوي ماموریت کې په افغانستان کې د خپلو ګمارل شوو ۱۱ سرتیرو حضور ته ادامه ورکړي چې تر ډیره پورې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ، روزنې او مشورې په برخه کې بوخت دي. دا هېواد همدا راز په جنوبي سوډان کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ځواکونو ماموریت، د ملګرو ملتونو د اوربند د څار سازمان چې د ګولان په تپو او لبنان کې فعالیت کوي او همدا راز په مصر او سینا ټاپو کې د څو ملیتي ځواکونو او څارونکو د ماموریت په چوکاټ کې خپل تعهد یو ځل بیا تازه کړی دی. د نیوزیلنډ د لومړۍ وزیرې په حواله حکومت به یې د ۲۰۱۹م کال په لومړیو کې خپل ماموریتونه بیا له سره و ارزوي.