1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خیرت ویلدرز بیا د حضرت محمد د انځور د رسامۍ رقابت ترسره کړی

۱۳۹۸ دی ۸, یکشنبه

هالندي ښي اړخي سیاستوال خیرت ویلدرز یو ځل بیا د اسلام د پیغمبر حضرت محمد د کارتوني رسامۍ رقابت را ژوندی کړ او د هغه د رقابت ګټونکی یې هم اعلان کړ. داسې چې د تورې پګړۍ او تورې ږیري لرونکې یوه رسامي، ګټونکې اعلان شوه.

https://p.dw.com/p/3VS7b
Geert Wilders
انځور: picture alliance/dpa/ANP/M. Beekman

د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د دسمبر میاشتې په ۲۹مه نیټه) هالندي ښي اړخي سیاستوال د اسلام د پیغمبرحضرت محمد د کارتوني رسامۍ یو نوی ګټونکی اعلان کړ. کابو یو کال وړاندې نوموړي دغې ته ورته یوه سیالي د سختو خونړيو عکس العملونو له کبله لغوه کړې وه. نوموړي هالندي سیاستوال د دغه رقابت ګټونکی یو داسې کاریکتور اعلان کړی چې پکې د اسلام  پیغمبر د تورې پګړۍ، تور کمیس، ګونځي تندي او تورې ږیرې لرونکي یوه شخص په توګه رسامي شوی دی.

د هالند د پارلمان دغه غړي د رسامۍ د دغه رقابت په هکله وویل: «د اسلامي فتواګانو او تاوتریخوالي پر ځای باید د بیان آزادي بریالۍ شي.» خیرت ویلدرز د هالند په پارلمان کې د تر ټولو سترې اپوزیسیوني ډلې مشري هم پر غاړه لري.

په ورته وخت کې د تیر میلادي کال په اګست میاشت کې ویلدرز وروسته له هغې دغه راز یوه سیالۍ لغوه اعلان کړه، چې د هالند پولیسو یو ۲۶ کلن شخص د اسلام ضد د موقف له کبله د نوموړي سیاستوال د وژلو د ګواښ په تور نیولی وو.  

Geert Wilders Politiker der Niederlande
انځور: Imago/Reporters/D. Gys

تیر ځل د ویلدرز د دغه اقدام له کبله په ګڼ شمیر اسلامي هیوادونو کې پراخ لاریونونه هم ترسره شول. په اسلام کې د حضرت محمد د انځور ایستل منع ګرځول شوي دي او ګڼ شمیر مسلمانان بیا د نوموړي کاریکاتور ته د یوه ډیر پاروونکي کار په سترګه ګوري.

دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۰۵م کال کې د «یولاندز پوسترن» په نامه یوې هالندۍ ورځپاڼې د حضرت محمد یو رسامي شوي کارتوني انځور خپور کړی وو چې له کبله یې په اسلامي نړۍ کې سخت غبرګونونه راوپاریدل. په هالنډۍ ورځپاڼه کې د محمد د انځور تر خپریدو وروسته، د یادې ورځپاڼې د مدیر مسول د وژلو او همدا راز د کاریکاتور د رسموونکي کورت ویستیرګارد، د وژلو له پاره څو ځله هڅې هم شوي وې.

هالندۍ سیاستوال خیرت ویلدرز د اسلام انتقاد کوونکی دی او په تیرو وختونو کې یې هم د اسلام د پیغمبر په هکله څو ځله جنجالي تبصرې کړي دي. نوموړي څو ځله د اسلام پالو له لوري د مرګ ګواښونه هم ترلاسه کړي دي.