۱۴۰۲ آذر ۲۴, جمعهپه هرات کې د زلزله ځپلو سیمو اوسیدونکي وایي لا هم ورته کورونه نه دي جوړ شوي. څه موده وړاندې په هرات کې د طالبانو ځایي چارواکو ویلي وو چې د ژمي تر رارسیدو به له ۲۰۰۰ زره ډیرو کورنیو ته کورونه جوړ کړي. خو دغلته اوسیدونکي وایي تر دې دمه د کم شمیر کورنو کارونه خلاص شوي او ډير شمیر کورنۍ لا هم په خیمو کې ژوند کوي.