«هغه مسلمانان چې اروپا نه خوښوي، بل ځای ته دې ولاړ شي»
۱۳۹۶ فروردین ۲۴, پنجشنبهد آلمان د مالیې وزیر، ولفګنګ شویبله ویلي دي چې هغه مسلمانان چې اروپا ته را مهاجر کیږي او نه غواړي چې د دې ځای د ژوند ډول عملي کړي، باید په دې وپوهیږي چې د ژوند کولو له پاره نور ښه ځایونه هم ورته شته.
د آلمان په پلازمینه برلین کې، د آلمان د مالیې وزیر په یوه ګردي میز کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: «باید هغو مهاجرو ته چې د اروپا د ژوند ډول نه قبلوي، وویل شي چې تاسي ناسمه پریکړه کړې ده.»
شویبله، هغو مسلمان مهاجرو ته په اشاره سره وويل چې نه غواړي د اروپايي ټولنې قوانین عملي کړي: «د اروپا په پرتله په نوره نړۍ کې دوی [مسلمان مهاجرو] ته نور ښه ځایونه هم شته او کولای شي چې تر اسلامي قوانینو لاندي خپل ژوند ته ادامه ورکړي.»
نوموړي د اروپايي ټولنې حوزې په هکله هم وویل چې که چیري د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه غواړي چې د اروپا ټولنه وساتي، نو لازمه ده چې د ګډ پولي واحد په هکله خپل مسئولیتونه ادأ کړي.»
زموږ له ارشيف څخه: