1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روزنهآسیا

هغه مسیحي کورنۍ چې نجونې د تعلیم په ګاڼه سمبالوي

۱۳۹۹ دی ۱, دوشنبه

د علم ترلاسه کولو له پاره هر وخت د نجونو هلي ځلي ادامه لري. په پيښور کې داسې یوه عیسوي کورنۍ ده چې له څو لسیزو راهیسې یې د نجونو د زده کړو پيټې ته اوږه ورکړې ده.

https://p.dw.com/p/3n0Rt
Pakistan Edwin-Familie
انځور: privat

دا کیسه د هغې یوې عیسوي کورنۍ ده، چې د پښتنو لوڼو ته یې د زده کړو په برابرولو کې هم هلې ځلي کړي دي. په دې ستونزمن او سخت سفر کې د دغه کورنۍ میرمنو پياوړی نقش لوبولی دی.

د تدریس سل کلن سفر

د علم د شمعې د روښانه ساتلو له پاره د دغي کورنۍ سفر کابو له یوې پیړۍ راهیسې ادامه لري. پروفیسر الون ایډون چې د اې ایډون، په نوم مشهور دی د دغه کورنۍ مشر دی.

هغه دویچه ویله ته د خپلې کورنۍ په هکله وویل: «د الزبت ښوونځی په ۱۹۰۵م کال کې د کریم پوره سیمې په یوه تنګه کوڅه کې د انګلسیانو د حکومت پر مهال جوړ شوی وو. هغه مهال ښوونځي د دودنو برعکس ګڼل کیدل او د انګلیسانو د حکومت پر مهال به نجونې دلته په پرده کې راتلې او زده کړې به یې کولې.» هغه مهال د پروفیسر ایډون نیا آغلې آی ډي پرکاش په دې ښوونځي کې تدریس کاوه.

پښتون قاضي

د پروفیسر ایډون په وینا، نیا یې تل هیله درلوده او هڅه یې کوله چې پښتنې نجونې هم دلته زده کړې وکړي. خو کله چې په ۱۹۳۰م کال کې الزبت ښوونځی هغه مهال خپلې نوې ودانۍ ته انتقال شو نو یوه انګلیسه آغلې میریټ د دې ښوونځي مدیره وټاکل شوه. هغه مهال آغلې آی ډي پرکاش د انګلیسانو د واکمنۍ پر مهال د یوه پښتون قاضي په هکله واوریدل.

Pakistan Edwin-Familie
دغه کورنۍ کابو له سلو کلونو راهیسې د تدریس چارې پر مخ وړيانځور: privat

دغه قاضي چې مټه مغل خیل سره یې تړاو درلود پنځه لوڼې درلودې. میرمن آی ډي پرکاش میرمن میریټ ته وویل که چیرې دغه قاضي د خپلو لوڼو ښوونځي ته په لیږلو راضي شي نو ښایي نور پښتانه هم خپلې لوڼې ښوونځي ته واستوي. په دې ترتیب دواړو میرمنو له قاضي سره ولیدل او دې ته یې چمتو کړ چې پر خپلو لوڼو تعلیم وکړي. قاضې خپلې پنځه سره لوڼې ښوونځې ته ولیږلې.

میرمن آی ډي پرکاش څلویښت کاله تدریس وکړ، چې تر هغه وروسته یې لور او د پروفیسر اې ایډون مور دغه مسئولیت پر غاړه واخیست. میرمن ایډون ۴۵ کاله دغه مسئولیت ترسره کړي. د هغې تر ټولو جالبه خبره دا وه چې په ۴۵ کلونو کې یې یوه ورځ هم رخصت نه دی کړی، څو د نجونو وخت ضایع نه شي. اوس د دغه کورنۍ یوه بله میرمن آغلې روزلین ایډون په دغه ښوونځي کې له ۱۹۸۸م کال راهیسې تدریس کوي.

میرمن روز لین، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «خپلو لوڼو ته د هغوی حق ورکول او د تعلیم په ګاڼه سمبالول آسانه کار نه وو. تورونه هم ولګول شول، د شک په سترګه کتل او ناسم چلن مو هم وزغمه، خو له خپلې موخې پر شا نه شوو. د مېندو او پلرونو د راضي کولو له پاره مو د خپل لوري د فیس ادا کولو وړاندیز کړی. نو بیا خلکو ډیر باور هم راباندې وکړ او د خپلو لوڼو د روزلو مسئولیت یې موږ ته وسپاره، ډیره مینه یې راکړه او نن مو عزت کوي.»

علم کوم مذهب نه لري

پروفیسر الون ایډون وایي: «علم کوم مذهب نه لري، موږ تل د تعلیم حق اد کړی. زه يو له اقليتونو څخه يم، خو دا په دې معنی نه ده چې له دې ځایه کوم بل وطن ته ولاړ شم. د استاد په حیث دې څانګې ډیر عزت راکړی. د هر مذهب خلکو مینه او عزت راکړی چې تر ټولو زیات شمیر یې مسلمان شاګردان دي.»

نوموړی زیاتوي: «د دې سیمې خلکو چې کوم مقام راکړ، بل ځای کې نه شي موندل کیدی. د خیبر پښتونخوا خلک د نړی برعکس دي. نور خلک له زورورو، خو د پښتونخوا خلک د کمزورو ترڅنګ په دریدو پوهیږي او هم دې چارې زه دلته پاتیدو ته مجبوره کړی یم.»

رفعت انجم، پيښور

زموږ له رآرشیف څخه: