هغه نامتو لوبغاړي چې سياسي او ټولنيز فعال هم دي
هایکو ماس د هالیوډ له ستورۍ انجلینا جولي سره په ګډه، په جنګ ځپلو سیمو کي د جنسي تیریو پرضد مبارزه کوي. خو نور نامتو ستوري هم د ملګرو ملتو د سفیرانو په توګه او یا هم شخصي علاقې له مخي سیاسي او اجتماعي فعالیتونه لري.
د جنسي تیریو پر ضد: هایکو ماس او انجلینا جولي
د اپریل پر اوله جرمني د یوې میاشتي له پاره د ملګرو ملتونو امنیت شورا مشرتوب پر غاړه واخیست. خارجه وزیر هایکو ماس غواړي له دغه فرصت څخه په استفادې سره، په جنګ ځپلو سیمو کی د جنسي تیریو د پیښو پرضد مبارزه وکړي. هغه د هالیوډ له ستورۍ انجلینا جولي سره په ګډه د ملګرو ملتونو له خوا د داسي پریکړه لیک غوښتونکی سو چی مجرمین په جدي توګه محکمې ته راکش سي او په دې اړه د تدابیرو یو فهرست ترلاس لاندي ونیول سي.
د پناه غوښتونکو له پاره د ملګرو ملتونو سفیره
ماس او انجلینا جولي د واشنګټن پوست په ورځپاڼه کي د جنسي تیریو قربانۍ ښځو کیسې بیان کړي . دا په دې معنی چي له جنسي تیري څخه په نړۍ کې د جنګي او ترهګري تاکتیک په توگه کار اخیستل کیږي. د همدې موضوع په ارتباط، جولي په ۲۰۱۲م کال کي د «وینو او عسلو ټاټوبي» په نامه فلم جوړ کړ. سربیره پردې جولي، د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو د سفیري په توگه هم فعالیت کوي . دلته په بنګله دیش کي د روهینګیايي مهاجرو سره .
د مهاجرو سره پیوستون: بین ستیلر
لوبغاړی بین ستیلر هم له ۲۰۱۶م کال راهیسي، د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو سازمان ملاتړ کوي. د مارچ په پیل کي، هغه ګواتیمالا ته سفر وکړ دا ځکه چي په دغه هیواد کي د امریکا د هغه سیاست له امله په غوسه وو چی له مخي به يې مهاجر کوچنیان له خپلو والدینو بیلیدل. نوموړی له مهاجرو سره د لا نور زغم او همدردۍ غوښتونکی دی. له همدې کبله هغه له خپلو دغو فعالیتونو له امله په مارچ مياشت کي یوه جایزه هم ترلاسه کړه.
د بشري حقونو فعالان: د کلوني جوړه
کله چي د ملګرو ملتو په امنیت شورا کي، په جنګ ځپلو سیمو کي د جنسي تیریو پرضد تدابیرو په هکله خبري کیږي، نو د امال کلونی نوم هم د وینا والو په لیست کي وي. دې له سیاسي فعال او سینمايي لوبغاړي جورج کلوني سره واده کړی. ده څو وخته مخکي د برونای د سلطان د یو هوټل بایکاټ کولو ته خلک راوبلل. ددغه هیواد سلطنت د هم جنس بازانو له پاره د اعدام سزا ټاکلې ده.
د ښځو د حقونو د برابرۍ مبارزه: ایما واتسون
سیاسي او اجتماعي فعاله سینمايي لوبغاړې ایما واتسون، د ښځو د حقونو له پاره مبارزه کوي. هغه دلته په پاریس کي د ښځو او نارینه وو د مشورتي بورډ له غړو سره لیدل کیږي. د «هري پوتر» په فلم کي د هیرمیني په توگه لا دې، د یوې فیمینیستې نقش لوبولی دی. دا اوس په ملګرو ملتونو کي د نجونو د زده کړو سازمان د سفیري په توګه فعالیت کوي.
د Me Too کمپاین له کبله ایما تومپسون له ویاندۍ لاس واخیست
د ۲۰۱۷م کال له اکتوبر مياشتي راهیسي د جنسي زوروني او جنسي تیري پرضد د Me Too په نامه کمپاین په خاص ډول د فلمونو په نړۍ کي د خلکو پام ځانته رااړولی دی. د فيبروري میاشت کي لا سینمايي لوبغاړي ایما تومپسون د "Luck" په نامه فلم کي د ویاندۍ له نقشه لاس واخیست، دا ځکه چي د دغه فلم پر جوړونکي او ریژیسور باندي دا ګومان کیده چي ښځو ته په ناوړه ډول لاس وروړي.
د ښی اړخه افراطیت او یهودي ضد مفکورې پر وړاندي مبارزه، ایریس بیربین
ایریس بیربین په آلمان کي یوه ډیره مشهوره لوبغاړې او له ۲۰۱۰م کال راهیسي د دغه هیواد د فلمونو د اکاډمۍ مشره ده. هغې څو وخته مخکي د آلماني فلمونو د نوو لوبغاړو په هکله فیستیوال کي افتخاري جایزه هم تر لاسه کړه. له سیاسي لحاظه هغه په ټولنه کي د زغم او رنګارنګۍ له پاره مبارزه کوي. همدارنګه د «خپل مخ ښکاره کړه» په نامه بڼسټ کي د ښی اړخه افراطیت پرضد هم فعالیت کوي.
د ایډس پرضد نه ستړې کیدونکې مبارزه: الیزابت تایلر
الیزابت تایلر یوه له هغو لومړنیو مبارزینو څخه وه چي د ايډس ناروغۍ پرضد يې په داسي یوه وخت کي فعالیت کاوه چی امریکا متحده ایالاتو غوښتل چي په دې هکله چوپه خوله پاته سي. د تایلر د فلمونو همکار، روک هادسون د ایډس په ناروغۍ اخته او په ۱۹۸۵م کال کي مړ سو. تایلر په ۹۹۱م کال کي د ایدس په نامه بڼسټ جوړ کړ تر څو د خلک پام نوموړي ناروغي ته راواړوي او همدارنګه يې د دغه بڼسټ مالي ملاتړ هم کاوه.
د اقلیمي بدلون پرضد: فعال هانیس جینیک
پر دغه لوحه چي امریکايي ــ آلمانی لوبغاړی، هانیس جینیک صدراعظمي انګیلا میرکل ته نیولې، لیکل سوي «د يو ځلي پاکټونو استعمال بند کړی» هانیس جینیک په وار وار سره په عام ډول د اقلیمي بدلون او د پاکټونو د بې ځایه استعمال پرضد مبارزه کوي. خو په شخصي ډول بیا هغه په خپله دا کار په سم ډول نه عملي کوي. دا ځکه چي هغه تل د مونشن او کلیفورنیا ترمنځ په الوتکه کي سفر کوي.
د یوې لا ښې نړۍ له پاره: لیوناردو دي کاپریو
دا خبره تل د منلو وړ نه وي چي زیاتره نامتو ستوري د خپل شهرت له پاره سیاسي او ټولنیز فعالیتونه کوي. په ملګرو ملتونو کي د سولې د سفیر په توگه، لیوناردو دی کاپریو د اقلیم د ساتني له پاره خلک رابلل او په عین حال کي د اقلیمي بدلون په اړه د یوه مستند فلم مرستیال جوړونکی هم وو. د دې له پاره چي دواړو پروګرامونو ته يې ځان رسولی وي، په ډیر لنډ وخت کي په خپل شخصي جیت الوتکه کي ۱۲ زره میله لار يې ووهله.