هغه هېوادونه چې ټيک ټاک په کې بند دی
د ټیک ټاک مشهورې ټولنیزې رسنۍ استفاده د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې په جزوي او یا په بشپړ توګه ممنوع کړل شوې ده. دغه هېوادونه کوم دي؟ په دغه انځوریز البوم کې ېې درپېژنو.
افغانستان
په افغانستان کې د ټيک ټاک کارول په ۲۰۲۲م کال کې له پب جي ګيم سره ممنوع شو. د طالبانو رهبرۍ هغه وخت ويلي وو چې دغه تصمیم د ځوانانو د «ګمراه کېدو» د مخنیوي په خاطر نیول شوی دی.
استرالیا
د استراليا د امنيتي او استخباراتي ادارو د یو تصمیم پر اساس، په دغه هېواد کې د ټيک ټاک کارونه په هغو وسایلو کې ممنوع ده کوم چې د فدرالي حکومت له خوا ويشل شوي دي.
بلجیم
د بلجیم ملي امنیت شورا تېره میاشت (د ۲۰۲۴ کال د مارچ مياشت) تصمیم ونیوی چې د ټيک ټاک کارونه به د فدرالي حکومت اړوند او په پیسو رانيول شوو وسایلو کې په نامحدوده توګه بنده کړي. صدراعظم الکساندر دي کرو، وويل چې دغه تصمیم د بلجیم د امنيتي سرویس او سايبر امنیتي مرکز د خبرداري پر اساس نیول شوی دی.
کاناډا
په کاناډا کې هم د فدرالي حکومت له لوري په ويشل شوو وسايلو کې د ټيک ټاک کارول بند دي. کاناډايي چارواکو د ټيک ټاک اپلکیشن د شخصي حریم او امنيت له پاره یو «د نه منلو» ریسک يا ممکنه خطر بللی دی.
دنمارک
د دنمارک دفاع وزارت پر خپلو منسوبینو د ټيک ټاک کارولو بندیز لګولی او امر ېې کړی چې ټيک ټاک آپلکیشن دې ژر تر ژره له خپلو ټيلفونونو پاک کړي. د دغه اقدام له دلایلو یو ېې «لويې امنیتي اندېښنې» ښوول شوي دي.
اروپايي اتحادیه
د اروپايي درو سترو بنسټونو (اروپايي پارلمان، اروپايي کمیسیون او اروپايي اتحادېې شورا) د خپل پرسونل په وسايلو کې د ټيک ټاک ممنوع کړی دی. د اروپايي پارلمان د بندیز پر اساس، د پارلمان غړو او پرسونل ته سپارښتنه شوي چې له خپلو شخصي وسایلو د ټيک ټاک آپلیکشن لري کړي.
فرانسه
فرانسې د دولتي کارمندان په ټيلفونونو کې له ټيک ټاک علاوه، د ټويټر او انستاګرام استفاده هم ممنوع کړي. دلیل ېې امنيتي اندېښنې ښوول شوي.
هندوستان
هندوستان په ۲۰۲۰ کې د ټيک ټاک او وي چت په ګډون ګڼ شمېر چینايي آپلکیشنونه بند کړل. دغه بندیز د چین او هند ځواکونو تر ېوې نښتې وروسته ولګول چې هند ېې دليل شخصي حریم او امنيتي اندېښنې ښوولي دي.
اندونیزیا
په اندونیزیا کې ټيک ټاک په بشپړه توګه بند نه دی، بلکې یوازې د آنلاین خریداريو له پاره بند دی چې دلیل ېې د کوچنیو تجارتونو خونديتوب دی.
لاتویا
د لاتویا د بهرنیو چارو وزير ادګارس رینکویسک پر ټيويټر ليکلي چې خپل ټيک ټاک اکاونټ ېې دلیت کړی او زیاته کړې چې د ټيک ټاک آپلیکشن نور د دغه وزارت په موبایلونو کې ممنوع دی.
هالند
د هالند مرکزي حکومت هم د امنيتي دلایلو پر اساس د دولتي کارمندانو په موبایلونو کې د ټيک ټاک په ګډون آپلیکشنونو باندې بندیز لګولی دی.
نيپال
د نيپال حکومت په ټول هېواد کې ټيک ټاک بند کړی او دغه آپلکیشن ېې د ټولنیزو ارزوښتونو په زیان بللی. حکومت مخابراتي شرکت تيليکام ته امر کړی چې دغه آپلیکشن بلاک کړي.
نيوزیلند یا نوی زیلاند
د نیوزیلند د پارلمان د غړو او دولتي کارکوونکو په کاري ټيلفونونو کې د ټيک ټاک آپلکیشن ممنوع دی. نیوزیلند پر دغه اقدام د حکومت د سایبر امنيتي کارپوهانو تر سپارښتنې وروسته لاس پورې کړ.
ناروي
د ناروې عدلېې وزارت پر حکومتي اليکترونيکي وسايلو د ټيک ټاک اپليکېشن کارول منع کړ. له دغه اعلان سره پارلمان په کاري ټيلفونونو کې دغه آپلیکشن بند کړ ورسره اوسلو او ستر ښار بېرګن له خپلو کارمندانو وغوښتل چې هغه له خپلو ټيلفونونو دلیت يا حذف کړي.
پاکستان
په پاکستان کې د ټيک ټاک آپلکیشن له ۲۰۲۰م کال راهیسې لږ تر لږه څلور ځله بند کړل شوی دی چې عمده دليل ېې د دغه اپ له لارې «د غیراخلاقي محتویاتو خپرېدا ته لمن وهل» ښودل کيږي.
سومالیا
په سومالیا کې هم حکومت مخابراتي شرکتونو ته امر کړی چې د ټيک ټاک آپلکیشن سره د تيلګرام او 1XBET بلاک کړي. چارواکو ويلي چې دوی له دغو پلاتفارمونو څخه د تاوتريخجنو موادو د خپرول کېدنې اندېښنې لرلې.
تایوان
په تایوان کې هم ټيک ټاک وروسته له هغې بند کړل شو چې اف بي آی خبرداری ورکړ چې دغه اپلکیشن د ملي امنیت له پاره ګواښ دی. په ټایوان کې د موبایلونو او کمپيوټرونو په ګډون ټولو دولتي وسایلو کې د ټيک ټاک او نورو چینايي اپونو کارونه ممنوع ده.
بریتانیا
بریتانیايي چارواکو په هغو موبایلونو کې چې د حکومت په وزارتونو او ملکي خدماتو په برخه کې کارول کيږي، د ټيک ټاک کارونه بنده کړې ده. حکومت وايي دغه بندیز د امنیت له پاره یو «احتیاطي اقدام» دی.
امریکا متحده ایالات
امریکايي چارواکو د فدرالي حکومت موسساتو ته امر کړی چې له فدرالي وسایلو او سیتمونو ټيک ټاک آپلیکشن حذف کړي. همدارنګه د امریکا له ۵۰ سلنې ډېرو ایالتونو، دفاع وزارت او کانګریس په رسمي وسایلو کې هم دغه آپلکیشن ممنوع شوی دی. علت يې امنيتي مسايل ښوول کيږي.