1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کلک هوډ لرونکې نجلۍ

۱۳۹۷ بهمن ۱۴, یکشنبه

الين ايرسون د ۲۰۱۸م کال په جولای کې په سويډن کې يوې الوتکې ته وختله څو له اسمعيل ک. سره مرسته وکړي. دا چې غوښتل يې يو افغان له اخراج څخه وژغوري، نو هغه بايد اوس يوې محکمې ته حاضره شي. آيا د دې دغه عمل يوه ښه مفکوره وه؟

https://p.dw.com/p/3CdBl
Standbild aus einem Video der Schwedin Elin Ersson
انځور: YouTube/Atila Altuntas

د ۲۰۱۸م کال د جولای په ۲۳مه په فيسبوک کې يوه ويډيو خپره شوه. په هغې کې د يوې ځوانې سويډنۍ، چې زيړ وېښته او تورې زرغونې عينکې لري، سور مخ ليدل کيږي. الين ايرسون ۲۱ کلنه ده او د ترکيې د هوايي کرښو په يوه طياره کې چې ټاکل شوې وه له ګوته بورګ څخه به استانبول ته ځي، په دهليز کې تېريږي. هغه په انګليسي ژبه د خپل موبايل د کمرې مخې ته خبرې کوي او په مرسته يې ټوله صحنه په ژوندۍ بڼه په فيسبوک کې هم خپروي. هغه وايي: «په دغه الوتکه کې داسې څوک ناست دي چې افغانستان ته بايد اخراج شي، چېرته چې جنګ حاکم دی او دی به ښايي هلته ووژل شي.» هغه زياتوي: «زه هر هغه څه کوم څو د ده ژوند وژغورم.»
په زرونو د انترنېټ کاروونکي هم دغه صحنه ګوري: تر هغه چې دغه مهاجر په طياره کې وي هغه څنګه له دې څخه انکار کوي چې په الوتکه کې پر خپل ځای کښیني. سړی د سپرليو حيران مخونه او د ايرسون له اوښکو ډکې سترګې ويني، چې يو په يو وار انځور يو طرف ته کيږي ځکه چې کوم څوک غواړي چې موبايل ورڅخه واخلي. په پای کې پيلوټ دې ته اجازه ورکوي چې افغان کډوال او دا له الوتکې څخه کوز شي. ډېری چاپېره ناست مسافرين ورته چکچکې کوي.
د کډوالۍ دا ډراماتيکه کيسه په ژوندۍ بڼه خپريږي، خو لکه څنګه چې وروسته څرګنديږي دا يو سو تفاهم هم وو. دغه ويډيو ۱۴،۶ دقيقې اوږده ده او د منځني کيفيت په لرلو سره په ولاړه بڼه نيول شوې ده. سره له دې او يا له دې کبله حتی، هغه په ټوله نړۍ کې ډېر ژر خپريږي. د انترنېټ کاروونکي يې په آلمان، امريکا، افغانستان، مصر، روسيه او ترکيه کې هم نشروي. هغوی دغه سويډنۍ ښځه يوه «اتله» او د «بشر له پاره اميد» بولي، د هغې په اړه خپاره شوي خبرونه په زْړونو او «ايموجي» نومو چکچکې وهونکو څېرو سينګاريږي. ۵۰ زره د فيسبوک کارونکي دغه ويډيو په عين شپه ګوري چې تر نن ورځې پورې ۵،۴ ميليونو کسانو هغه ليدلې ده.
په لندن کې مېشت د فلمونو د توليد يو شرکت وروسته د «ګراوندېد» په نوم لنډ فلم هم چمتو کوي او وايي چې په ټوله نړۍ کې يې څه باندې ۱۳ ميليونه ليدونکي لرلي دي. په داسې يو وخت کې چې حکومتونه پکې د کډوالۍ د سياست له کبله راپرځيږي او ښی اړخي عوام پال قدرت ته رسيږي، ښايي دغه ويډيو کليپ ډېرو ليبرالو کسانو ته د هيلې يوه منبع وي. د دې ويډيويي پيغام دا دی چې: وګورئ پر ټولو راپارونو سربېره لا داسې انسانان شته چې له ښو کړو وړو څخه ننګه کوي. نن سبا يوه بله کيسه هم جاري شوې ده. هغه نه د زړورتيا او نه د انسانيت په هکله ده، بلکې دا پوښتنه هم راپورته کوي چې آيا د ژغورنې د پام وړ دغه کمپاين جرم بلل کيږي او که نه.
د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ په ۴مه به د ګوته بورګ د ناحيې يوه محکمه په دې اړه پلټنه کوي چې آيا الين ايرسون د جولای مياشتې په هغه ورځ د هوايي چلند له قانون څخه سرغړونه کړې ده، که نه. پر هغې باندې په وارو وار حقوقې دعوې شوې دي. هغه نه د تُورکيش آيرلاينز يعنې د ترکيې د هوايي کرښې يا د هوايي ډګر د چلوونکو له خوا شوې دي چې ښايي سړی اول فکر وکړي، بلکې عادي کسانو ورباندې کړي دي. د څارنوال په خبره دا دغسې کسان ول چې ويډيو يې ليدلې يا يې په اړه څه لوستي ول. نور کسان خپله په ياده طياره کې بيا حاضر ول.
د څارنوال جيمز فون رايس په خبره «ستاسو دغه عمل د ځينو سپرليو په منځ کې اندېښنې، تشويش او وېره راپارولې ده.» که ايرسون پړه وبلل شي، بايد هغه يو مقدار نقدي جريمه پرې کړي او يا تر شپږو مياشتې پورې په زندان کې تېرې کړي. خو دا ښځه څوک ده چې ځينې يې اتله او نور يې مجرمه بولي؟ په هغه مهاجر څه وشول چې دې غوښتل په ياد وخت کې يې وژغوري؟ د څايټ مجله او دويچه ويله (DW)، چې د دغې کيسې په څېړنه کې ګډ کار سره کوي، له دواړو لورو سره غږېدلي دي او له نورو هغو کسانو سره يې هم خبرې کړې دي چې دوی يې پېژني. که امکان يې و، نو دغه معلومات د وکيلانو د ليکونو، د محکمې د اسنادو او د سويډن او افغانستان په ادارو کې د بيا ځلو پوښتنو له لارې ارزول شوي دي. دا داسې يوه قضيه ده چې د مهاجرت په سياست کې د شته تضادونو په هکله ډېر څه رابرسېره کوي او په اړه يې راته کيسه کوي. او د يوه يوازې فرد د قدرت او هم بې وسۍ په اړه همداراز يو نکل دی. 
د ۲۰۱۵م کال په دوبي کې سويډن هم د هر کلي او ښه راغلاست کلتور تجربه کړ. کله چې په دې برخه کې شور او شوق يو څه راسوړ شوو، الين ايرسون غوښتل چې انسانيت هم پلی کړي

DW Videostill Aktivistin Elin Ersson verteidigt Protestaktion
۲۱ کلنه الين ايرسون چې د يوه افغان کډوال د اخراج مخه يې نيولهانځور: DW


الين ايرسون 
په طياره کې د هغې له مشهور کار څخه څو مياشتې وروسته لا عادي او آسانه خبره ده چې سړی له ايرسون سره د ګوته بورګ په يوه کافې کې وګوري. هغه د ټولنيز کار په برخه کې تحصيل کوي چې د ماښام له خوا بيا وخت لري څو سره وګورو. کله چې سړی دغې ۲۱ کلنې ښځې ته مخامخ ناست وي، نو معلوميږي چې د مخ شکل يې لا څومره نازک دی. خپل زيړ وېښته يې د يوې کوڅۍ او چونټۍ په توګه تړلي دي چې ځينې وېښته يې په زرغون رنګ رنګ شوي هم دي. د ښي لاس مړوند ته يې داسې لاسبند ځړيږي چې د وړو ماشومانو يوه توري لرونکي زنځير ته ورته دی. د هغې د کيڼ لاس پر مټ داسې خال وهل شوی دی چې ورباندې د وايکينګ په خط ليکل شوي دي: «هسې لامبو وهل»، چې د «نېمو پيدا کړئ» په نوم فلم څخه يو نقل قول دی. هغه د يوه کوچني کلاون ماهي په هکله کيسه ده چې د بدمعاشو کسانو له خوا نيول کيږي او بايد ورپسې د خپل ډارېدلي پلار له خوا وژغورل شي، هغه د ايرسون تر ټولو محبوب فلم دی. سياست د هغې په خبره، د دې په ژوند کې تل يو مهم رول لوبولی دی. د هغې پلار او نيکه سوسيال ديموکراتان ول او په دې وياړېدل چې په سويډن کې ژوند کوي، يعنې داسې يوه هېواد کې چې انسانان پکې يو بل ته پام کوي. دا وايي چې د ښوونځي د زده کوونکې په توګه به لا همېشه په قهرېدله چې يو څوک د پوستکي د رنګ، دين يا د خپلې جنسي علاقې له مخې به ځورول کېده. هغه ۱۸ کلنه وه کله چې د ۲۰۱۵م کال په دوبي کې په زرونو کم سنه کډوال سويډن ته ورسېدل او په دغه هېواد کې د هر کلي داسې کلتور تجربه شو چې د آلمان په څېر بڼه يې درلوده. کډوالو ته به کالي او ګلان ډالۍ کېدل، د ايرسون په مکتب کې ښوونکو پر دې باندې غور کاوه چې ځينو دغسې کسانو ته د سپورټ په سرپټو لوبغالو کې ځای ورکړي. خو د آلمان په څېر دلته هم دغه علاقه ډېر ژر راکمه شوه. ۱۶۳ زره کډوال د ياد کال تر پايه پورې راغلل. ۱۶۳ زره کډوال داسې هېواد ته راغلل چې لس ميليونه اوسېدونکي لري. د اوسېدونکو د شمېر په تناسب سويډن د هر بل اروپايي هېواد په پرتله تر ټولو زيات کډوال ومنل.
مرستيالې صدراعظمې، چې په زرغون ګوند پورې اړه لري، وژړل، کله چې د ۲۰۱۵م کال په نومبر مياشت کې يې د حکومتي مشر سره يو ځای د پناه په قوانينو کې سختوالی اعلان کړ: کم سنو کډوالو نور حق نه درلود چې د پخوا په څېر خپلې کورنۍ هم راولي. د اقامت دايمي جوازونه نور رد شول. د اورېسوند په نوم له يوه پله سره د سرحد په اوږدو کې تلاشۍ شروع شوې.
له هغه وخت راهيسې د ايرسون په خبره، سويډن اوس يو بل هېواد ګرځېدلی دی: دغسې يو هېواد چې د چا غم نه خوري، بلکې غواړي د راروانو خلکو مخه ونيسي. هغې ډېر وخت کډوال يوازې په خبرونو کې ليدل. په ۲۰۱۷م کال کې دا شل کلنه وه چې ګوته بورګ ته يې کډه وکړه او په لومړي ځل يې هورې له ځوانو افغانانو سره خبرې وکړې. دغو کډوالو د يوه يولس ورځني پرلت او احتجاج له لارې خپل اصلي هېواد ته د اخراج پر ضد اعتراض کاوه. ايرسون هم يو څو ورځې ورسره ناسته وه. هغه په ګوته بورګ کې د مرکې پر مهال وايي چې: «ما داسې يو څه ته اړتيا لرله، چې زما څخه ډېر لوی وي.» تر یو ځای ناستي اعتصاب وروسته به دوی هره جمعه په ښار کې ګرځېدل څو د سويډن د کډوالو ادارې ته په افغانستان کې د نه ختمېدونکې جګړې په هکله رپوټونه په لاس ورکړي.
ايرسون او ملګري يې په دې نظر ول چې: هغه ځای يعنې افغانستان ته د انسانانو اخراج دا معنی لري چې د مرګ پر لور يې لېږي. خو د اخراج په سياست کې د دوی لاريونونو کوم تغيير رانه وست. د کډوالو برخليکونه چې ډېري يې له دې څخه لږ کشران ول، وښودل چې د هغې د نسل نور کسان څه ډول تجربې کوي. د دې د ژوند خلاف هغوی خپل راتلونکی له ګواښونو ډک باله.
د دې خبرې علت بيا د سويډن د پناه قانون وو: څوک چې تر ۱۸ کم عمر لري، کولای شي چې مکتب ته ولاړ شي، سويډنۍ ژبه زده کړي، له يوه بل کوربه فاميل سره واوسي، کله حتی کار هم وکړي. څوک چې تر ۱۸ ډېر عمر لري، دغه حقونه له لاسه ورکوي. 
ايرسون د دغسې افغانو زده کوونکو کيسه کوي چې د پناه په غم کې په ژور خفګان اخته کېدل او بيا مکتب ته نور نه راتلل، دغسې ځوانان هم يادوي چې د ۱۸مې کليزې په ورځ بايد له خپلو سويډني کوربه فاميلونو څخه وتلي وای، او هغه ځوان پوره سن ته رسېدلي کسان هم يادوي چې ځانونه يې وژلي دي کله چې د اخراج سند په لاس ورغی.
د سختيو په داسې يوه وخت کې ايرسون غوښتل چې د انسانيت غم هم وخوري. هره يکشنبه به دې له نورو رضاکارانو او ځوانو کډوالو سره يو ځای په يوه ملاتړکوونکي سازمان کې کتل. په اوږدو ناستو کې به دوی پر دې غږېدل چې څوک سرپناه ته ضرورت لري او څوک وکيل ته، دا چې څوک غواړي سويډنۍ ژبه زده کړي او چا له انګليسي او رياضياتو سره علاقه درلوده. دغه کار دې ته هم ډېر څه وروبخښل. دا وايي: «کله چې مې له کډوالو سره خپل دغه کار پيل کړ، نو يوازې مهربانه به ورسره وم.» دا زياتوي: «خو هغوی راسره داسې سلوک کاوه چې ګوندې د نړۍ تر ټولو غوره انسان يم.»
په داسې حال کې چې د اخراج خبره ډېرو سويډنيانو ته د منلو وړ شوه، خو د الين ايرسون له پاره هغه ډېره سخته شوه. هغه خپل لومړنی د اخراج د مخنيوي کمپاين لا په ياد راولي. د ۲۰۱۷م کال په اکتوبر مياشت کې د سه شنبې په ورځ هوا سړه وه او لمر ځلېده چې دا د ګوته بورګ سويلي اطرافو ته په موټر کې د کالېرېد د اخراج د چارو زندان ته ولاړه: هغه يوه ټيټه ودانۍ ده چې د ايرسون په خبره د کډوالۍ اداره ورته «د زېرمې یا گدام تالار» وايي. سلو کسانو هورې د ۱۵ داسې ځوانو افغانانو د اخرج پر ضد مظاهره کوله چې عمرونه يې معلوم نه ول: ځينو دغو کسانو ويل چې کم سنه دي. نورو ويل چې د پناه غوښتنې پر وخت لا کم سنه ول. په لسګونو مظاهره چيان د يوه داسې بس مخکې سره ناست ول چې کډوال يې بايد د ګوته بورګ هوايي ډګر ته رسولي وای. کله چې د تګ وخت شو، نو هغوی د پوليسو له خوا سره وپاشل شول. ايرسون د يوه ورو تېرېدونکي فلم په څېر په يوه عجيبه حالت کې ليدل چې ملګري يې څنګه پر ځمکه څملاستل. هغه بيا وروسته وايي چې «سر مې ناڅاپه بېخي خالي او ګنګس غوندې و» او دا چې د نورو په څېر په غيرشعوري ډول دا هم څملاسته.
هغه کيسه کوي چې څنګه پر سړک باندې پرته وه او ژړل يې څو چې يوه پوليس دا راپورته کړه. بس په حرکت شو، خو د پخوا پرتله پکې اوس لږ کسان ناست ول: ځينو کډوالو کولای شوای چې په سويډن کې پاته شي، د هغوی قضيې بايد بيا له سره ارزول شوي وای. ايرسون وايي «دا يوه په زړه پورې تجربه وه» او زياتوي: «پوليسو غوښتل چې دغه کسان اخراج کړي، خو موږ يې مخه ونيولی شوای.» د هغې د حافظې له مخې په هغه ورځ ډېری کډوال وژغورل شول. د ګوته بورګس پوستن په نوم ورځپاڼې په حواله البته يوازې په پنځو مواردو کې اخراج ځنډول شوی دی، لس تنه افغانان په عين شپه لا کابل ته ستنول شوي دي.

Afghanistan Kabul Abschiebung Rückkehr
د کابل هوايي ډګر ته رسېدلي افغان کډوالانځور: picture-alliance/dap/M. Jawad


اسمعيل ک
له ګوته بورګ څخه دوه ساعته لرې يو کوچنی کلی پروت دی چې فارمونه ورڅخه چاپېره پراته دي. هغه ګوتېنې نوميږي. دلته د ټولنيزو کورونو په يوه سيمه کې د يوه بلاک په اول پوړ کې د اسمعيل کورنۍ ژوند کوي. د څايټ مجلې سره د يوې ليدنې کتنې پر مهال د هغه مور او دوه خويندې يې کيسه کوي چې د هغوی لاره څومره سخته او اغزنه وه. هغوی وايي چې وروسته له هغه چې طالبانو د۱۹۹۰ لسیزې په پای کې د کورنۍ پلار وژلی وو، هغوی له افغانستان څخه ايران ته وتښتېدل. هغوی د هزاره و لږکي قوم پورې اړه لري او دري وايي، يعنې داسې يوه ژبه چې له فارسي ژبې سره خپلوي لري.
له ۱۵ کاله تبعيد وروسته د دغې اته کسيزې کورنۍ يوه برخه سويډن ته ولاړه. خو مشر زوی يې، يعنې اسمعيل، بالغ و او اجازه يې نه لرله چې په قانوني توګه ورسره ولاړ شي. د ۲۰۱۴م کال په اوړي کې دی په يوازې ځان د يوه غيرقانوني کډوال په توګه داسې وخت راغی چې عمر يې د ۲۲ کالو وو. د پناه پر غوښتنليک باندې راغلی د ده تور او سپين عکس داسې يو هلک ښيي چې مخ يې نری او سترګې يې ستړي ښکاري. اسمعيل د دې خوب ليده چې سويډنۍ ژبه او يو کسب زده کړي. خو ورځې يې په دې تېرې شوې چې د چارواکو داسې ليکونو ته انتظار وباسي چې پکې جوابونه له مخکې په نمونه يي شکل راغلي وي. خويندو يې بيا اجازه لرله چې سويډنۍ ژبه زده کړي، مکتب ته ولاړې شي او کار هم وکړي. ده د هيڅ شي اجازه نه لرله او په ژور خفګان اخته په کټ کې پروت و. 
دا چې د سويډن ژبه يې زده نه وه، نو ملګري يې هم نه درلودل او دا چې ملګري يې نه لرل، نو ډېر کم به له کوره دباندې وت. د ده ۲۱ کلنه خور بصيره چې تر زړوکي لاندې يې خپل مخ په دقت سره سينګار کړی دی، وايي: «موږ د ده اصلي ملګري ولو.» د ۲۰۱۶ کال په نومبر مياشت کې د اسمعيل ک. د پناه غوښتنه رد شوه او د ۲۰۱۷م کال په فبرورۍ مياشت کې يې بله دعوا هم رد شوه. هغه د آلمان هامبورګ ښار ته مخه کړه، خو هلته هم نه شوای پاته کېدای: څوک چې په سويډن کې د رد جواب اخلي، په آلمان کې د پناه غوښتنه نه شي کولای. په مياشتو مياشتو به دی ورک وو. يوازې د کال په پای کې يې خپلې کورنۍ ته بېرته زنګ واهه، پوليسو دی د سويډن پولې بلې غاړې ته نژدې نيولی او د مالمو د اخراج زندان ته يې لېږلی وو. په مالمو کې تر پنځو مياشتو وروسته اسمعيل ک. هڅه وکړه چې له نورو کډوالو سره يو ځای د يوه بل زنداني د اخراج مخه ونيسي. دا چې له يوه ساتونکي سره شخړه هم وشوه، نو پوليسو مداخله وکړه. د سزا په توګه دی يوه بل د اخراج زندان ته واستول شو، يعنې د «زېرمې تالار» نومي زندان ته چې په کالېرېد يعنې ګوته بورګ ته څېرمه پروت دی. هلته دی له دوو نورو افغانانو سره يو ځای په يوه شپږ مربع متره لرونکې کوټه کې ژوند کوي. 
د ده غرفې ته څېرمه يوه ګاونډي، ۲۱ کلن محمد مهدي په فيسبوک کې ليکلي دي چې «هغه په روحي لحاظ ډېر بد حالت کې قرار لري» او دا چې «اسمعيل د ځان وژنې په اړه فکر کوي.» دوی دواړو د نه خوړو اعتصاب پيل کړ څو د بندي کېدو پر ضد اعتراض وکړي. د دغه وخت يو عکس ښيي چې د اسمعيل باړخوګان لاندې خوا ته ځړيږي او پوستکی يې خړ شوی، تور کميس يې د خورا نري بدن د پاسه ګونځې لري. د اخراج په موخه د بند پر وخت اسمعيل ک. لا هيله لرله چې د ستنولو مخه به يې ونيول شي. يوه بل د مدافع وکيل د دې غوښتنه کړې وه چې د ده قضيه دې بيا وارزول شي. بيا يوه بله پېښه هم وشوه. له دويچه ويله سره په مرکه کې يې اسمعيل ک. داسې تشريح کوي: يوه ورځ يې يو پلاستيکي چاقو له ځان سره د سپورټ تالار (جیم) ته يووړ څو يوه مڼه ورباندې پرې کړي.
دی وايي، يوه ساتونکي ورباندې چغه وکړه او ټېل يې واهه. اسمعيل د ياد سړي مشر ته شکايت وکړ او نوموړي ترې بخښنه وغوښته. دی البته وايي: «خو وروسته يې زما د اخراج په دوسيه کې ليکلي ول چې ما په چاقو سره هڅه وکړه چې خپل ځان يا بل څوک ژوبل کړم.» د ده په خبره «دا دروغ او د دې پلمه وه څو اخراج مې کړي.» د جولای په ۲۳مه د دوشنبې په ورځ ساتونکي دی د سهار په اتو بجو له  کوټې څخه راباسي. دی په ياد راولي چې دباندې پوليسو ورته انتظار ويسته،  یو له هغو څخه یو ايراني الاصله وو چې د هغوی خبرې یې ترجمه کولې . هغه وويل: «سبا به ته آزاد شې.»
اسمعيل چې تر پايه پورې يې د يوه ښه بدلون هيله لرله، د ده خبره ومنله. خو وروسته کله چې دوی د پوليسو په موټر کې ناست ول، نوموړي سړي ورته رښتيا وويله: يعنې دا چې اسمعيل بايد افغانستان ته بېرته ستون کړل شي. دا د هغه څرګندونې وې. د څايټ مجلې د سويډن د کډوالۍ له ادارې د خبرو او مرکې هيله کړې، خو ياده اداره نه غواړي چې د انفرادي مواردو په هکله څه ووايي.

Afghanistan abgeschobene Flüchtlinge aus Deutschland kommen in Kabul an
کابل ته په پر له پسې ډول افغان کډوال اخراجيږيانځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar


الين ايرسون
د هغې دوشنبې په ورځ ايرسون د ماسپښين په دوو بجو د رواني ناروغانو له کلينيک څخه وځي چېرته چې هغه د سېمستر په رخصتيو کې کار کوي. هغې يو خړ ټي شيرت او نصواري رنګه بالاپوش اغوستی دی، لمر د ورېځو شا ته يو څه ښکاري. د هرې بلې ورځې په څېر هم هغه له يوې ملګرې فعالې سره په تليفون کې غږيږي. هغه ورته د يو چا د احتمالي اخراج په هکله کيسه کوي. په کالېرېد کې ځينو کډوالو په دې اړه څه اورېدلي او يوه فعال ته يې بيا کيسه کړې ده. د فيسبوک د ډله يز «چېت» يعنې خبرو اترو د پروګرام له طريقه دغه معلومات اوس دې ته رسېدلي دي.
د اسمعيل په نوم يو هلک د هغې د ملګرې په خبره د سهار له خوا له کالېرېد څخه بيول شوی او اوس د هوايي ډګر په لور روان کړل شوی دی. څلور ساعته وروسته به يې طياره دی استانبول او له هغه ځايه بيا خپل اصلي هدف يعنې کابل ته ورسوي. دا هغه مهال دی چې اسمعيل د الين ژوند ته لاره پيدا کوي. د يوه بېړني حالت پر وخت. په عادي صورت ايرسون او ملګري يې دغسې د اخراج د مخنيوي کمپاينونو ته آمادګي نيسي، خو نن د چمتووالي نيولو له پاره وخت نشته. د چېت يا خبرو اترو په پروګرام کې دا آوازه هم ګډه شوې ده چې يو بل سړی هم اخراجيږي، خو معلومات يې لا ناقص دي. له «بصيرې ک» سره يو ځای چې د چېت ډلې ته تر غرمې د مخه وراضافه شوې ده، هغوی د اسمعيل له پاره د حل په يوې لارې پسې ګرځي.
له مالمو څخه يوه فعاله، چې يوه اوونۍ مخکې يې له کوپنهاګن څخه د يوه پرواز مخه نيولې وه، هم مشورتي ډلې ته ورزياتيږي. هغوی ډېر ژر پرېکړه کوي چې پيسې بايد راټولې کړي څو د دغه پرواز له پاره يو ټيکټ هم رانيول شي. لومړی «بصيره ک»چې د اسمعیل خور ده، غواړي چې الوتکې ته وروخيژي، څو خپل ورور يو وار بيا وګوري. خو بيا څرګنديږي چې له دې لارې په سویدن د هغې د اقامت جواز ښايي تر خطر او سوال لاندې راشي. وروسته کوم څوک وړانديز کوي چې ايرسون دې طيارې ته وروخيژي. هغې خپل پاسپورټ هم راوړی او کولای شي چې په سم وخت ورورسيږي. خو هغه زړه نه ښه کوي او په دې نظر ده چې يو بل څوک بايد هم ورسره ولاړ شي. خو هغه بيا له ځان سره وايي چې د يوه ځوان سړي ژوند په خطر کې دی. په داسې حال کې چې له يوې بلې ملګرې سره د لويې لارې په سر په موټر کې چټکه روانه ده، يوې بلې فعالې ته د تليفون د لارې خپله د پاسپورټ شمېره ورکوي، څو هغه ورته ټيکټ رانيسي. يوازنی خالي سيټ چې لا په الوتکه کې شته د فيرست کلاس په برخه کې دی. د هوايي ډګر د استقبال په تالار کې د اسمعیل خويندې الین په خپل غیږ کې نیسي. هغوی د تېښتې پر مهال خپل ژوند په ياد راولي او کیسه کوي، او د اسمعيل هغه احساس هم تشريح کوي چې فکرکوي هيڅوک نه غواړي ورسره مرسته وکړي. مور يې ژاړي او وايي چې زوی يې کوم مجرم نه دی. دغه خبره هغه وروسته هم تل تکراروي او وايي چې ولې ورسره بيا دغسې د مجرم په څېر چلن کيږي؟ د هغې په خبره هغه په افغانستان کې هيڅوک نه لري، بلکې ټول فاميل يې په سويډن کې اوسيږي. الين ايرسون وايي چې «ما ژمنه وکړه چې ورسره مرسته به وکړم.» بصيره ک. هم په ياد راولي چې «الين ما ته راغاړه وته، لکه د ډېر وخت راهيسې چې مې پېژني.» نور کډوال او فعالان هم هوايي ډګر ته په لاره دي او د هغه يعنې اسمعيل عکس يې پر ورقو باندې چاپ کړی دی. هغوی نورو مسافرينو ته وايي چې «ټاکل شوې ده چې دغه سړی به اخراج شي.» هغوی زياتوي «که تاسو يې په الوتکه کې دننه ووينئ، نو پر خپل ځای سمدلاسه ودرېږئ. تر هغه پورې چې ټول ناست نه وي، پيلوټ اجازه نه لري چې الوتنه شروع وکړي.» ايرسون برقي زينې ته ورخيژي چې د امنيتي کنترول غرفې ته يې رسوي، هلته خپل پاسپورټ ښيي او بيا د استانبول په لور د TK 800 الوتنې له پاره خپل ټيکټ هم وړاندې کوي. هغه د پرواز ساحې ته له دهليز څخه تېريږي او بيا د ښځينه تشناب دروازه خلاصوي. وروسته به د هغې په ياد وي چې څنګه يې يو ځل په هنداره کې هم ځان ته وکتل. هغه وايي «ما غوښتل چې استفراق او ګرځون وکړم، خو نه مې شو کولای» او زياتوي «ما خو بايد له دې کورنۍ سره کمک کړی وای.»

Schweden Integration von Migranten Schulunterricht
د سويډن په هالمشتات کې کډوال ماشومان درس واييانځور: Getty Images/D. Ramos


اسمعيل ک
اسمعیل نه پوهيږي چې فاميل يې د ګوته بورګ په هوايي ډګر کې ورته انتظار باسي او نه هم له دې څخه خبر دی چې د الين ايرسون په نوم يوه محصله غواړي چې دی وژغوري. سره له دې چې مهاجر دا حق لري چې له اخراج مخکې د خپلې کورنۍ يا خپل وکيل سره خبرې وکړي، خو د کورنۍ غړي يې د هغه له خوا زنګ ته هسې عبث انتظار باسي. هغه بيا وروسته دويچه ويله ته وايي: «کله چې يې له ځانه سره بوتلم، نو له ساتونکو او پوليسو څخه مې هيله وکړه چې له مور سره مې د تليفوني اړيکې امکان راته برابر کړي.» خو هغه زياتوي چې «دغه امکان يې ما ته رانه کړ.»
په ولچکو کې يې پوليسو لاس تړلی يو څو ساعته په موټر کې په سويډن کې وګرځاوه. د سفر اصلي هدف ورته ايله معلوم شو کله چې له موټره ووت. د سويډن چارواکو دی د ګوته بورګ لاندوېتر نومي هوايي ډګر ته نه، بلکې په ستاکهالم کې يوه زندان ته بيولی وو. د ځای تغييرول د فعالانو په خبره دا هدف لري څو د احتجاجونه مخه ونيول او د اخراج کار پرته له غالمغاله سر ته ورسيږي. اسمعيل داسې يوې غرفې ته اچول کيږي چې يو بل کټ پکې هم موجود وو. دی وروسته وايي چې «چراغ پکې تل بل و چې سړي د ورځې او شپې تر منځ نور توپير نه شو کولای.»
اسمعيل په ۲۰۱۴م کال کې سويډن ته راغی او ۲۲ کلن وو. د ده کورنۍ لا مخکې په دغه هېواد کې وه. سره له دې بايد دی څلور کاله وروسته اخراج شوی وای.
الين ايرسون
ايرسون الوتکې ته په داسې حال ننوتله چې د اسمعيل ک. عکس يې په يوه لاس او موبايل يې په بل لاس کې نيولی و. سترګې يې لومړی صف کنترول کړ چېرته چې اخراجېدونکي کسان معمولا کښېنول کيږي. خو هيڅ داسې څوک نه و چې په عکس کې راغلي د سړي په څېر وي. اسمعيل هيڅ الوتکه کې نشته، چې مېلمه پاله ستيواردېس هم دا خبره تائيدوي. خو د طيارې تر ټولو شاتني طرف ته يو ۵۲ کلن افغان ناست دی چې اخراجيږي. ايرسون چې حيرانه ده بايد اوس تصميم ونيسي. هغه وروسته دغه شېبه داسې تشريح کوي: هغې د دغه سړي په اړه معلومات نه درلودل. خو هغه پوهېدله چې دی به هم افغانستان ته اخراجيږي. هغه وايي چې «په دې وخت کې مې پرېکړه وکړه چې غم يې بايد وخورم.» نورو مسافرينو ته ايرسون وويل چې پر خپل ځای به کښېنني، تر څو چې دغه ۵۲ کلن افغان لا په الوتکه کې وي. کله چې يو امنيتي کس دې ته لاس وراچوي، دا خپله د موبايل کمره چالانوي. هغه د فيسبوک ژوندۍ بڼه غوره کوي څو د اسمعيل ک. کورنۍ هم وليدلی شي چې اسمعيل په طياره کې نشته. يو بريتانوی هڅه کوي چې کمره ورڅخه واخلي. يو ترکی په ورته وخت کې دا تشويقوي. مسافرين په خپله منځو کې بحث شروع کوي، چې ځينې کسان هم له خپلو ځايونو څخه پورته کيږي. يو تن په انګليسي ژبه وايي «دا ستاسو د هېواد مقررات خو همداسې دي.» ايرسون ورته وايي «زه پوهيږم، خو هڅه کوم چې دغه مقررات تغيير کړم.» بيا ورته ويل کيږي «خو تاسو ټول دغه مسافرين هم پکې ښکېلوئ.» دا وايي: «شايد همداسې وي. خو تاسې نه مړه کېږي. دی به ومري.» دې ته ويل کيږي «تاسو څنګه پوهېږئ؟» دا وايي «ځکه چې خبره د افغانستان ده.»
الين يوه سترګه پټوي، بيا عينکې بېرته نېغې په سترګو ږدي او له سترګو څخه يې اوښکې بهيږي. هغه ګرد چاپېره د خلکو چېغې، ګنګوسې او د الوتکې د عملې له پاره اشارې او غږونه اوري. په پای کې يو ستيوارد يا مېلمه پال ورته وايي چې دغه افغان دې له طيارې څخه ووځي. خوله يې راټوليږي او هغه په لاس خپلې نمجنې او رپېدونکې لېمې وچوي. ځينې مسافرين ورته چک چکې کوي لکه د تياتر له يوې تلوسناکې نندارې وروسته، هغه ورته بې اختياره يو څه خپل سر ښوروي. کډوال د طيارې د شا دروازې له لوري ايستل کيږي او دا د مخکينۍ دروازې له طريقه. کله چې په ويډيو کې آسمان ليدل کيږي، هغه ختميږي هم. هغه د طيارې له زينو څخه کوزيږي. د امنيتي پرسونل يو کس يې د هوايي ډګر تر ودانۍ پورې بدرګه کوي. هغه وروسته کيسه کوي چې نوموړي ورباندې څنګه چېغه ووهله. «يوه ښځه څنګه د داسې يو چا ننګه کولای شي.» د هغه په نظر «دا خو يو ډېر بد سړی دی!»
اسمعيل ک. 
اسمعیل د ستاکهالم له لارې اخراجيږي او له الين ايرسون دوې ورځې وروسته کابل ته رسيږي. د کډوالۍ د نړيوال سازمان کارکوونکي چې په هوايي ډګر کې يې هر کلی کوي، دی داسې يوه خراب تعمير ته استوي چې د بيا ستنېدونکو له پاره يې کرايه کړې دی: هغه د سپين زر په نوم هوټل دی چې د کابل په زاړه ښار کې يو زرغون رنګه کانکريټي بلاک دی. يو څو ورځې وروسته دی خبريږي چې په دغه هوټل کې يوازې درې اوونۍ وړاندې يوه بل کډوال ځان د څلورم پوړ په يوه کوټه کې زندۍ کړی يا ځړولی دی. جمال ناصر محمودي ۲۳ کلن و او په هامبورګ کې يې ژوند کاوه. هغه د هغو ۶۹ افغانانو په جمله کې راته چې د هورست زېهوفر د ۶۹ کليزې په ورځ اخراج شوي ول. اسمعيل په وېرې او هيبت سره له هوټل څخه داسې يوه افغان ملګري کره واړول چې له سويډن څخه د ده تر مخه اخراج شوی وو. کله چې د دويچه ويله خبريال له ده څخه يو څو اوونۍ تر اخراجېدو وروسته د ليدنې غوښتنه وکړه ده له ډېر ځنډ سره ومنله. اسمعيل له دې څخه وېريږي چې يو څوک ښايي په خارج کې د ده له خپلوانو څخه خبر شي او دی يرغمل کړي تر څو کورنۍ يې تر فشار لاندې راولي. تر ليدنې د مخه اسمعيل خپل ملګری ورلېږي څو ژورناليست وويني. نيم ساعت وروسته دی خپله هم راځي. هغه يو جګ ډنګر سړی دی چې ۲۶ کاله عمر لري او سترګې يې په وارخطايۍ سره له يوې بلې خوا ته ګرځي. هغه د دويچه ويله خبريال ته چې دغه مشاهدات يې کړي دي، وايي «زه نه غواړم چې له تاسو سره يو ځای مې څوک وويني.» د څلورمې کارته يا کارته چهار په نوم د بازارونو سيمه پوهنتون ته څېرمه پرته ده. کابليان د خوراک او سودا له پاره دغلته راځي. په خپل زيړ بنيان او تازه جوړو شوو وېښتانو سره اسمعيل د يوه سيلاني په څېر ښکاري په داسې حال کې چې نور سړي دلته اوږده کميسونه اغوندي. هغه وايي چې له درو ورځو راهيسې يې څه نه دي خوړلي او خوب يې هم سم نه دی کړی. د شپې هغه تل راويښيږي ځکه چې په خبره يې لاره ورڅخه ورکه ده. هغه وايي چې نه پيسې لري او نه داسې ځای چېرته چې هغه ډېر وخت پاته کېدای شي. له سويډن څخه راوړې د آرامېدو دوا هم ورسره کمک نه کوي. هغه تر اوسه پورې يوازې درې وارې له کوره وتلی دی څو افغاني اسناد تر لاسه کړي. غير له دې دی تل په کوټه کې ځان پټوي. هغه په ګوتېنې کې له خپلې کورنۍ سره هم ډېر تماس نه نيسي او کله چې ورته زنګ وهي، نو خبره تل رالنډوي. اسمعيل ک. وايي چې د شپږ کلن هلک په توګه يې افغانستان پرې ايښی وو. د خپل ملګري پرته دی دلته بل څوک نه پېژني. کله چې ورڅخه د هغه د پلانونو په هکله پوښتنه وشي، نو په سويډن کې د خپل فاميل په اړه کيسه کوي. کله چې ورڅخه وپوښتل شي چې سويډن ته د ورتلو پلان يې دقيقا څنګه دی، نو جواب ورته نه لري. «کېدای شي کوم څوک به دا حالت وويني او راسره مرسته به وکړي»، دغه خبره هغه په يوه ويډيو کې کوي چې دويچه ويله د اګست مياشتې په پای کې په خپله ويبپاڼه کې خپره کړې ده. «زه حيران يم او نور څه نه غواړم غير له دې چې د خپلې کورنۍ پرانيستو لاسونو او غېږ ته ورستون شم.»

Dänemark Demonstrationen gegen Zwangsabschiebung in Göteborg
په سويډن کې د کډوالو احتجاجانځور: DW/A. Nabizadeh

الين ايرسون
په الوتکه کې اخيستل شوې ويډيو ايرسون په ټوله نړۍ کې په يوه سيمبوليکه څېره بدله کړې ده چې نړيوالو غونډو ته وربلل کيږي او چا ته چې په زرونو خلک ليکونه استوي. هغه اوس هغه نجلۍ بلل کيږي چې د يوې الوتنې مخه يې نيولې ده. هغه د اروپا د کډوالۍ سياست پر ضد مشهوره څېره ګرځېدلې ده. په داسې حال کې چې ځينې ورباندې وياړي، خو نور بيا ورته په غوسه دي. د کډوالو مخالفين او انترنېټي غوسه ناک کاروونکي ورته په انترنېټ کې د «ساده» او «احمقې» خطاب کوي. په يوټيوب کې کوم چا ليکلي دي: «د شپې له خوا يې له درو افغان نارينه و سره يوه ځای په يوه اتاق کې قلفه کړئ.» هغې ته کله له ګواښه ډک ليکونه هم وراستول کيږي چې هدف يې د هغې ډارول دي. يوه نوي نازي چې تر اوسه يې لا ښه په ياد دی، له ناروې څخه ورته ليکلي دي چې هغه «د خپلو خلکو له پاره خاينه ده». وروسته بيا معلومه شوه چې له طيارې څخه راويستل شوی افغان ډېر شخړه ايز کس هم وو: د اخراج تر هڅې د مخه دی نيم کال د جسمي صدمې رسولو په خاطر زندان کې و، د څايټ مجلې او دويچه ويله د پلټنو له مخې هغه د «بسم الله اس» په نوم يو افغان کډوال دی. د اټکل خلاف هغه ۵۲ کلن نه، بلکې ۵۹ کلن دی. د کډوالو د چارو د وزارت يوه وياند په کابل کې تر پوښتېدو وروسته د هغه هويت تائيد کړ. الين ايرسون چې غوښتل يې اسمعيل وژغوري، د هغه پر ځای يوه مجرم سره مرسته کړې ده. د محکمې د اسنادو په حواله بسم الله  خپله مېرمن او دوه ۱۳ او ۱۴ کلنې لوڼې په خپل ګډ اپارتمان کې د کمپيوټر په يوه «يو اس بي» کېبل يا مزي وهلې دي. هغه له دې کبله په قهر شوی ؤچې لور یې تلویزون ګُل (مړ) کړي، خو هغې یواحې د تلویزیون غږ ورو کړی ؤ.  د خپلو څرګندونو په حواله دغه سړي خپل فامیلي ژوند «گواښ ورکونکی» گاڼه . د هغه ښځې د ده په حواله تل د ماشومانو په حضور کې د ده شکايت کړی وو. دغه خبره يې محکمې ته هم کړې ده. د ده په اند ښځه او ماشومان يې دی منزوي کوي څو هغه له سويډن څخه اخراج کړل شي. د هغه د اخراج پرېکړه تر محاکمې د مخه شوې وه. د افغانستان د کډوالۍ د وزارت په حواله هغه د اليس ايرسون د اخراج د مخنيوي تر کمپاين تقريبا يوه مياشت وروسته، له سويډن څخه اخراج شو. د ۲۰۱۸ کال د اګست په ۳۰ مه هغه کابل ته ورسېد. هغه د هرات له ولايت څخه دی. دا چې آيا هماغه ځای ته به ستون شوی وي که نه، ياد وزارت ته معلومه نه ده. کله چې له الين ايرسون سره د بسم الله اس. په اړه خبره مطرح شي، نو هغه ټينګار کوي چې د دغه سړي په هکله يې معلومات نه درلودل او دا چې د هغه قضيه يې هم تعقيب کړې نه ده. داسې برېښي چې الين ګويا د هغه د ژغورنې له عمل سره هيڅ تړاو نه لري. هغه وايي چې «هرومرو به يو ښه دليل موجود و چې هغه ولې په زندان کې و.» خو اليس دا هم زياتوي: «سره له دې هم نه ښايي چې هغه افغانستان ته اخراج او هلته مړ شي.» ورپسې هغه وايي چې  په سویدن کې مرگ سزا له مینځه وړل  په حقیقت کې د دې هیوداد د قانون پر بنسټ ولاړ دولت يوه تر ټولو ستره لاسته راوړنه ده او دا چې افغانستان ته د خلکو اخراج د هغې په نظر د مرګ حکم دی. الين ايرسون داسې ښکاري چې تر اوسه لا په دې باوري ده چې د جولای مياشتې په هغه ورځ يې يو ښه کار کړی دی. سړی البته داسې هم ويلی شي چې نيت يې البته ډېر ښه وو. 

اسمعيل ک. 
په کابل کې له څو مياشتو وروسته د اسمعيل ک. درک او ځای ځايګی نور نه معلوميږي. د هغه ځايي د موبايل شمېره غير فعاله شوې ده او د سويډن په ګوتېنې کې د هغه کورنۍ هم چا ته جواب نه وايي. آيا په ده باندې کوم څه شوي دي؟ آيا دی يو ځل بيا د اروپا په لور راتښتېدلی دی؟ يوازنی څوک چې غبرګون ښيي د ده خور نازنين ده چې په ترکيه کې ژوند کوي. هغه وايي چې اسمعيل لا په کابل کې دی. خو د فيسبوک له لارې په يوه پيغام کې ليکي چې رواني حالت يې ډېر خراب دی. هغه وايي «زموږ تر ټولو ستره اندېښنه دا ده چې په مخدره موادو به معتاد او روږدی شوی وي.» آيا د دې امکان شته چې د دې ليکنې له پاره به بيا له اسمعيل سره خبرې وشي؟ «اسمعيل ځان نور له هغه وخت راهيسې ډاډمن نه احساسوي چې د ده څېره د دويچه ويله د ويډيو له کبله ټولو پېژندلې ده.» دا خبره يې خور يو څو ورځې وروسته راته کوي. هغه وايي چې «لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ زموږ په هېواد کې ډېر خلک برمته کيږي، کله چې سړی په خارج کې خپلوان ولري، نو يرغمل کوونکي داسې فکر کوي چې سړی ډېرې پيسې لري. له دې کبله د هغې د پيغام له مخې ورور يې نه غواړي چې نورې مرکې ورسره وشي. نور زيات څه نازنين هم نه شي ويلی. دا چې د ورور حالت يې څنګه دی، هغه خپله يوازې د خپلو خويندو او مور څخه اوري، چې په ګوتېنې کې ژوند کوي. 

الين ايرسون داسې انګېري چې سم کار يې کړی دی، سره له دې چې عمل يې په پای کې د انتظار خلاف بل لوری خپل کړی دی
الين ايرسون 
د کال په پای کې په وروستيو تليفوني خبرو کې ايرسون ډېره خوشبينه ښکاري. هغه وايي چې د بيا ځلې ليدنې له پاره هيڅ کومه ستونزه نه ويني، دا ځکه چې په دسمبر کې بيا برلين ته د يوه کنفرانس له پاره راځي. هغه يو څه اندېښمنه ده ځکه چې څارنوالۍ خپلې لومړنۍ پلټنې پيل کړې دي. هغه وايي چې د دې په څېر يوه قضيه تر اوسه پورې هيڅکله هم څېړل شوې نه ده او دا لا معلومه هم نه ده چې آيا جرم يې تر سره کړی دی، که نه. هغه وايي «که آن داسې يو څه پيدا کړي چې کوم قانون مې مات کړی دی، نو په احتمالي توګه به مې يوازې د څو سوو يورو په مقدار په نقدي توګه جريمه کړي.» خو کله چې څارنوالي ورباندې د دعوې اقامه کوي، نو هغه هم ځان ګوښه کوي. د هغې د مدافع وکيل په حواله هغه د دغې پرېکړې له کبله ډېره «مايوسه» ده ځکه چې هيله يې دا وه چې «زما پر ضد محاکمه به شروع نه شي او څارنوالي به د دې عمل له قانون سره سم وبولي.» الين ايرسون هم خپله نوره له چا سره نه غږيږي. ټولو برېښناليکونو، لنډو پيغامونو او زنګونو ته هغه جواب نه وايي. د برلين په غونډه کې هم هغه لږه موده مخکې د نه راڅرګندېدو پرېکړه کوي. د فبرورۍ په څلورمه نېټه کله چې د ګوته بورګ په محکمه کې د هغې د قضيې په هکله پلټنه او محاکمه صورت نيسي، بايد الين ايرسون البته بېرته په عامه محضر کې ځان راښکاره کړي. 

د دې کيسې تر شا: 
زموږ ليکونکې،  تېر سپتمبر د څايټ آنلاين له خوا رابلل شوي د Z2X په نوم کنفرانس کې الين ايرسون وپېژندله. د هغې د کيسې د بيا جوړولو له پاره هغې له دې سره په ګوته بورګ کې بيا ليدلي او د اسمعيل کورنۍ يې په ګوتېنې کې هم ليدلې ده. دويچه ويله له اسمعيل سره کابل ته د هغه تر اخراجېدو وروسته څو ځلې مرکې کړې دي. د هغه د حفاظت او امنيت په خاطر د هغه تخلص يا کورنی نوم رالنډ کړل شوی دی. 

 

لیکواله: کوې پهام 
د عبدالباري حکیم په همکارۍ