1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وسله والو په اسلام آباد کې پوليس وژلي

۱۳۹۹ خرداد ۷, چهارشنبه

دوو ناپيژاندو وسله والو چې پر موټر سايکل سپاره ول، د پاکستان پلازمينې اسلام کې د سړک د تلاښۍ پر يوه پوسته کې پر ولاړو دوو پولیسو ډزې کړي دي او هغه یې وژلي دي. د پوليسو په حواله وسله وال په تېښته بريالي شوي دي.

https://p.dw.com/p/3cpFD
Pakistan Sicherheitskräfte Polizei
انځور: Getty Images/AFP/A. Hassan

د اسلام آباد پوليسو نن، چهار شنبه (د مي ۲۷ نیټه) وويل چې پېښې پلازمينې ته څيرمه په ترنول سيمه کې په پرته پوسته کې سه شنبه شپه رامنځته شوې ده. ويل شوي چې د دې بريد پړه د پاکستاني طالبانو يوې جلاې شوې ډلې «حزب الاحرار» منلې ده.

د پوليسو د لومړيو پلټنو په حواله په دې بريد کې دوه وسله وال شريک ول او پر پوليسو یې هغه وخت ډزې وکړې چې هغوی ورته د درېدو لارښوونه کړې وه.

د اسلام آباد د پوليسو مشر امير ذولفقار خان بريد غندلی او د نورو پلټنو غوښتنه یې کړې ده. د دواړو پوليسو جنازې نن، چهار شنبه سهار وختي ادا شوې.

په پاکستان کې پر پوليسو دا بريد په داسې حال کې شوی چې پوليس دمگړۍ د ټول بندیز د مراعتولو په موخه خپلې گزمې او کنترول قوي کړی دی. د چارواکو په حواله په پاکستان کې تر اوسه د کرونا ۵۹ زره مثبتې پېښې ثبت شوی دي او ۱۲۲۵ تنه په ې ويروس مړه شوي دي.

bs/nz (AP)