پاکستاني طالبانو له حکومت سره اوربند تمدید نه کړ
۱۴۰۰ آذر ۱۹, جمعهتیره شپه پاکستاني طالبانو (تحریک طالبان پاکستان) په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې حکومت د اوربند د شرایطو په پوره کولو کې چې د بندیانو آزادول او د مذاکراتي کمیټې جوړول وو پاتی راغلی دی.
د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني له لوري د خپرې شوې اعلامیې په پای کې ویل شوي چې «زموږ له پاره د اوربند پر مخ بیول ممکن نه دي» او حکومت خپلې ژمنې نه دې پوره کړي.
د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دغه یو میاشتنی اوربند د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په منځګړتوب رامنځ ته شوی وو او د نومبر میاشتې له نهمې نېټې راهيسې نافذ وو.
یاد خبري آژانس په خپل رپوت کې لیکلي دي چې د حقاني شبکه د پاکستان استخباراتي ادارې ته نزدې انګیرل کیږي او دغه شبکه پر پاکستاني طالبانو هم نفوذ لري چې اوس ظاهرا په افغانستان کې فعالیت لري. د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴م کال کې د دغه ډلې پر ضد پوځي عملیات ترسره کړي ول.
د آلمان خبري آژانس د یوې استخباراتي سرچینې له قوله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی لیکلي دي چې دواړو لورو د اوربند د غځولو په هکله خبرې اترې کولې خو په وروستۍ دقیقه کې مذاکرات ناکامه شول.
په تیرو لسیزو کې د طالبانو د بریدونو په پایله کې شا او خوا ۸۰۰۰۰ پاکستاني ملکیان او پوځي پرسونل وژل شوي دي.