پاکستاني چارواکي: د پاکستاني طالبانو دوه قوماندانان وژل شوي
۱۴۰۱ بهمن ۱۶, یکشنبهد پاکستان حکومت وروسته له هغې د پاکستاني طالبانو یا تحريک طالبان پاکستان ډلې پر ضد، په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا ایالت کې چاڼيز عملیات چټک کړي، چې په وروستيو کې د اورپکو له خوا تاوتريخوالو شدت وموند.
د ځایي پولیسو افسر، محمد علي ګنداپور وويل چې د پاکستاني طالبانو وژل شوي جنګيالي، د پنځو پولیسو د وژلو په تړاو د دوی تر تعقیب لاندې ول او همدارنګه د پولیسو د تلاشۍ پر ېوه پوسته برید کې هم ښکیل ول.
پاکستان غواړي له ملا هبت الله آخوندزاده سره خبرې وکړي
د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر اساس، حکومت د دغو دوو وسلوالو پر سر ۷۲۵۹ امريکايي ډالر انعام ټاکلی ول. خبرځای زیاتوي چې د پولیسو په یو بل ورته عملیات کې د صوابۍ ضلعې يا ولسوالۍ په یوه کلي کې څلور جنګيالي نيول شوي او يو شمیر وسلې او باروت کشف او ترلاسه شوي دي.
تېره ورځ هم پاکستان ويلي وو چې د افغانستان پولې ته نژدې يې دوه اورپکي وژلي دي.
د پاکستان پولیسو د پيښور د خونړي برید په ارتباط ۲۳ تنه نیولي
پاکستاني طالبانو په نومبر مياشت کې حکومت سره د اوربند د پاي اعلان وکړ او تر هغه وروسته يې په دغه هیواد کې خپل بریدونه ډير کړل.
دغه چاڼيز عملیات په پېښور کې د دوشنبې ورځې تر يو ځانمرګي بريد وروسته په لاره اچول شوي دي. د پېښور برید د کلونو په جریان کې په سیمه کې تر ټولو خونړۍ برید ښودل شوی، چې په کې ۱۰۱ کسان ووژل او ۲۲۵ نور ټپیان شول.
mks/mns/(AP)