پاکستان ته د امریکايي پلاوي سفر ځنډول شوی دی
۱۳۹۶ شهریور ۶, دوشنبهد پاکستان او افغانستان له پاره د واشنګټن د ځانګړې استازې ایلس ویلز، سفر د رواني میلادي اوونې له پاره پلان شوی وو، څو له پاکستاني چارواکو سره په اسلام آباد کې وویني.
اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د دغه سفر د ځنډولو هیڅ کوم دلیل هم نه دی ښوول شوی، خو ښایي د متحدو ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ له هغه څرګندونو سره تړاو ولري چې ویلي وو په پاکستان کې د یاغیانو د پټنځایونو په هکله چپ نه شي پاتې کیدای.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي: «د پاکستان د حکومت په غوښتنه د امریکایي پلاوي سفر دواړو خواوو ته تر مناسب وخته پورې ځنډول شوی دی.»
په عین وخت کې د یکشنبې په ورځ د پاکستان په ستر بندري ښار کراچۍ کې پولیسو د شیعه مذهبه محصلینو مخه نیولې ده چې غوښتل یې په دغه ښار کې د متحدو ایالاتو د قونسلګرۍ مخې ته لاریون وکړي. د دغه لاریون د پاشلو له پاره پولیسو له اوښکي بهیونکي ګاز څخه کار واخیست.
د متحدو ایالاتو ولسمشر ترمپ، تیره اوونۍ په خپله یوه وینا کې د افغانستان او سویلي آسیا له پاره ستراتیژي اعلان کړه او ویې ویل چې واشنګټن په پاکستان کې د یاغیانو د پټنځایونو ژر بندیدل غواړي، په ځانګړې توګه د حقاني شبکې د غړو چې په افغانستان کې د ځینو خرابو بریدونو له پاره ګرمه ګڼل کیږي.