پاکستان: ورښتونو، تندر او طوفانونو ۲۹ کسان مړه کړي
۱۴۰۳ فروردین ۲۶, یکشنبهد ژغورنې يو چارواکي احمد وويل چې د ماشومانو او ښځو په ګډون لږ تر لږه ۱۷ کسان د پنجاب ایالت په مرکز کې مړه شوي دي. هغه وویل چې آسماني رعد برق د دغه ایالت په مختلفو سیمو کې تصادم کړی دی.
اته تنه د بلوچستان ایالت په مربوطاتو کې مړه شوي دي. د دغه ایالت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مقابلې ځايي ادارې ويلي چې دغو کسانو د درنو وروښتونو او د برېښنايي طوفانونو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په سیمه کې د ژغورنې يوه چارواکي بلال فیضي وويل چې په شمال غربي غرونو کې د دوو ورځو تيزو بارانونو کې څلور کسان د چتونو او دېوالونو د نړېدو په پېښو کې مړه شوي دي.
پاکستاني ارشد ميترولوژيست، سردار سرفراز په راتلونکو ورځو کې په پاکستان د لاډېر رعد و برق او درونو ورښتونو اټکل کړی دی.
پاکستان د طبیعي پېښو د ډېرېدو دليل اقليمي بدلون ښودل کيږي. د چاپېريال ساتنې د چارو کارپوه پرويز امیر وايي: «دغه خبرداري د دې يوه ښکاره نخښه ده چې اقليمي بدلون یو واقعیت دی او دلته موجود دی.»
د پاکستان د ۲۰۲۲ کال په سيلابونو کې له ۲۰۰۰ ډېر کسان مړه شول او ۳۳ ميلیونه وګړي يې اغیزمن کړ.
(dpa)mka/aa
له آرشیف څخه: