پاکستان: ځانمرګي برید کې پنځه امنیتي ځواکونه وژل شوي
۱۴۰۲ اسفند ۲۶, شنبهد پاکستان په شمال لویدیځ کې پر یوې امنیتي پوستې د ځانمرګي برید له امله پنځه سرتیري وژل شوي دي. د پاکستان پوځ د شنبې پر ورځ یوې خبرپاڼې کې وویل:«ترهګر له چاودېدونکیو توکو څخه له ډک موټر سره پوستې ته ننوتل.»
په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغې چاودنې کې د پوستې ځینې برخې وغورځېدلې او وروسته په وسلو سمبال ځانمرګو بریدګرو د پوستې دننه برید وکړ.
افغانستان سره په ګاونډ کې د خیبرپښتونخوا ایالت د بلوچستان یو شمېر اوسېدونکیو رویټرز خبري اژانس ته ویلي:«څرنګه چې برید وشو، دروازې وخوځېدې او ښیښې ماتې شوې.»
پاکستاني چارواکیو ویلي، چې په دې وروستیو کې ځانمرګي بریدونه ډېر شوي دي.
ډېر شمېر ځانمرګي بریدونه د پاکستاني طالبانو په تحریک یا ټي ټي پي پورې اړوندېږي. دپاکستان حکومت افغانستان کې پر واکمنو طالبانو نیوکه او ادعا کوي، چې «سخت دریځي له ګاونډي ملک څخه د بریدونو د طرحه کولو د ځای په توګه ګټه اخلي.»
دا موضوع پر افغانستان واکمنو طالبانو رد کړې ده. د پاکستاني طالبانو تحریک غواړي، چې د هغې هېواد حکومت راوپرځوي او دغه هېواد له اسلام څخه د خپل بنسټپالي تفسیر پر اساس اداره کړي.
په وروستیو کلونو کې اسلامپالو ډلو په خپلو ځانمرګو بریدونو او بمي چاودنو کې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې زرګونه پوځیان، د پولیسو افسران او ملکي وګړي وژلي دي.
Aj.rsh (Reuters)