پاکستان: افغانه کډواله افغان ماشومانو ته تعلیم ورکوي
۱۴۰۱ دی ۲۱, چهارشنبهاحمدي، چې پنځه کاله وړاندې د بدخشان له پوهنتون څخه د انګلیسي ادبیاتو په برخه کې فارغه شوې او درې کاله ېې د بدخشان په پوهنتون کې د استادې په توګه تدریس کړی اوس ېې په پاکستان کې د هغو بیوزله نجونو له پاره چې له خپل هیواد څخه لرې کډوالۍ ته اړې شوې، روان ناڅرګند وضعیت ېې په یو فرصت بدل کړی.
مېرمن احمدي وايي، د دې ټولګي له جوړېدو يې موخه له هغو نجونو سره مرسته ده، چې په افغانستان کې له زده کړو پاتې او له څو مياشتو راهیسې په پاکستان کې له بې وزلۍ او نامعلوم برخلیک سره ژوند کوي. یاده استاده همدا راز اوس هم کولای شي د زده کونکو څخه د لږ معاش په اخیستو سره په کډوالۍ کې هم د خپلې کورنۍ مالي لګښتونه پوره کړي.
آغلې احمدي وايي: »زه د خپل کور په یوه کوټه کې له سهار څخه تر ماښامه پورې پنځو ټولګیو ته درس ورکوم، زما اکثره زده کوونکي هغه نجونې دي چې په افغانستان کې له زده کړو بې برخې شوي، هره یوه ېې دلته په ډېره مینه راځي او د خپل راتلونکي د جوړیدو هڅه کوي چې دا بیا ما ته ډیره روحیه راکوي.«
احمدي چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د تړل کیدو ناهیلي ېې د خپل بدن د غوښو، وینو او د کډوالۍ په درد سره حس کړې، وايي چې په پاکستان کې د بې ځایه شوو کورنیو د ماشومانو بې برخلیکه د کډوالۍ وخت تیریدل سخت او دوی ېې له زده کړو بې برخې کړي دي.
هغه د یو شمیر افغان مهاجرو نجونو له پاره د یواځنۍ ښوونکې سربیره، د خپلې ۸ کسیزي کورنۍ روزي هم برابروي وايي، له ښوونځيو د خپلو لوڼو بې برخې کیدو دې ته اړه کړه، چې د کډوالۍ په لړ کې هم د زده کړو په موخه خپلې هڅي ونه دروي.
وحیده احمدي د خپلې کورنۍ د چارو سمبالولو او د دې ښوونیز مرکز د پرمخ وړولو د ستونزو په اړه وايي: «که څه هم زما زوی یو کلن دی، د ماشوم د پالنې مسوولیت پر یوې مور ډېر دروند دی، خو دا دروند مسوولیت زما د لوڼو او نورو افغان کډوالو نجونو د زده کړې په لاره کې زما له پاره خنډ نه ګرځي.»
په دې کوچنۍ کوټه کې په هر درسي ساعت کي تر ۳۰ پورې نجوني د انګلیسي ژبې په زده کړه بوختي دي او د ډیرو زده کونکو له پاره دا یوازینی تعلیمي ځای دی.
زهرا جویا، د ژبې د دې کورس زده کوونکې وايي: »په پام کي وه چې زه تیر کال لسم ټولګي ته ارتقا وکړم، خو له بده مرغه چې ښوونځي ته د تلو اجازه نه وه، د طالبانو دا کار زما له پاره ډېره ستونزمن وه. کورنۍ پریکړه وکړه چې افغانستان پریږدي خو زه هڅه کوم چې د ځان له پاره نوې راتلونکې جوړه کړم.«
سمیه عادل د دې روزنیز مرکز بله زده کونکي وايي: «دلته موږ ټولې افغانې نجونې یو. موږ د ښه راتلونکې له پاره هلې ځلې کوو او زموږ د ټولو لویه هیله همدا ده چې په افغانستان کي نجونو ته اجازه ورکړل شي چې ښوونځي ته ولاړې شي.»
وحيده احمدي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت تر ړنګیدو او د طالبانو واک ته له رسیدو وروسته د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوې، د نورو افغان کډوالو په څېر له ستونزو سره مخ ده. له یوې خوا ېې په پاکستان کې د ویزې موده پای ته نیږدې شوې او له بلې خوا امریکا ته د لېږد بهیر ېې لا نه دی بشپړ شوی. خو هغه هوډ لري چې تر هغه وخته پورې افغان کډوالو ته د انګلیسي ژبې تدریس ته دوام ورکړي.
ف.غ / ع.م/خ.ح/ ن.ز