پر انسان سربیره له طبعیت سره هم مینه وکړئ
په جاکارتا کې د «ایکو اسلام» په نوم نړیوال کنفرانس ادامه لري چې پکښې د یو شمیر اسلامي هیوادونو استازي سره راټول شوي. په اندونیزیا کې د واحد انستیتوت په نامه یو سازمان له دویچه ویله سره په ګډه د دغه کنفرانس کوربه دی.
چاپیریال دوسته
د «ایکو اسلام» په نوم د دغه کنفرانس هدف د چاپیریال اړوند د اسلامي لارښوونو یوازې عامول نه بلکه د اسلام د سوله ایز اړخ په هکله عامه پوهاوی هم دی. دغه دوه ورځنی نړیوال کنفرانس د روانې اکتوبر میاشتې پر ۳۰ او ۳۱ نیټه د اندونیزیا په پلازمینه جاکارتا کې ترسره کیږي.
نړیوال کنفرانس
په دغه دوه ورځني نړیوال کنفرانس کې د کوربه اندونیزیا په ګډون د پاکستان، بنګله دیش او آلمان استازي ګډون لري. په دوی کې وتلې مذهبي څیرې، د چاپیریال د برخې فعالین او د رسنیو استازي هم شامل دي.
په اندونیزیا کې د چاپیریال ساتنې هڅې
په دغه کنفرانس کې د اندونیزیا د چاپیریال ساتنې د وزارت استازې سیسلیا سولاستري، د دې هیواد په کچه د چاپیریال ساتنې په برخه کې د حکومت پر اقدماتو د رڼا اچولو تر څنګ وویل چې د جکارتا حکومت هڅه کوي چې په نړیواله کچه د تودوخې د درجې د کنترول په برخه کې اندونیزیا خپل نقش ولوبوي.
د کنفرانس د بحث موضوعات
په دغه دوه ورځني نړیوال کنفرانس کې د چاپیریال اړوند په مختلفو موضوعاتو بحثونه او د نظر تبادلې کیږي. بحث تر ډیره پورې د چاپیریال او اسلام ترمنځ اړیکې ته ځانګړی شوی دی. په دغه کنفرانس کې د اندونیزیا د چاپیریال ساتنې ګڼ شمیر فعالین هم ګډون لري.
چاپیریال دوسته جومات
د نړۍ په تر ټولو ستر مسلمان میشته هیواد اندونیزیا، کې ګڼ شمیر داسې چاپیریال دوسته جوماتونه رغول شوي چې په بشپړه توګه چاپیریال ته د زیان رسولو مخنیوی کوي. د دغې پروژې مسوول هایو پروباوو، په دغه کنفرانس کې ګډونوالو ته وویل چې له دغه راز جوماتونو سره د چاپیریال ساتنې د هڅوعملي نتیجه لیدل کیدلی شي.
چاپیریال دوسته تولیدات
په جکارتا کې د اکتوبر په ۳۰ او ۳۱مه نیټه په دغه کنفرانس کې ګڼ شمیر چاپیریال دوسته تولیدات هم نندارې ته وړاندې کیږي. د دغو تولیداتو جوړونکي غواړي نړیوالو ته داسې پیغام واستوي چې د چاپیریال دوسته ژوند پرته د انسانانو راتلونکی له تیارو سره مخامخ دی.
ایکو فیشن
په اندونیزیا کې د چاپیریال ساتنې موضوع نوې نه ده. په دغه دوه ورځني کنفرانس کې ګڼ شمیر چاپیریال دوسته مودلې غواړي خپل توکي هم نندارې ته وړاندې کړي. دوی ټینګار کوي چې خلک باید داسې تولیدات وکاروي چې چاپیریال ته زیان ونه رسوي.