پنځه آلماني اختراعات
د کافې له فلتر څخه نيولې بیا تر سلوشنټېپ پوري يو شمېر څيزونه چي د ورځني ژوند برخه ګرځېدلي دي، په آلمان کي اختراع سوي. کمپيور هم د آلماني اختراؤ څخه يو دی.
د کافې فلتر
په درېسدن ښار کي په ۱۹۰۸ کال په يو پخلنځي کي يوه اختراع وسوه. يوه آلمانۍ مېرمنه چي د پيالې په بيخ کي د کافې د همېشنۍ پاتې شومې څخه په عذابه سوې وه، يوه پيتلي ډبه يې راواخيسته او پکښي سوريان يې جوړ کړل. دغې مېرمني د خپل زوی له کتابچې څخه زبېښونکی کاغذ راواخيست او په دغه پيتلي ډبه کي يې هوار کړ. دغې مېرمني وروسته د دغه اختراع امتياز د ځان له پاره ثبت کړ او له کبله يې بېله شومې کافي چښل ممکن سو.
سلوشن ټېپ
آلماني تجار اوسکار تروپلوويڅ په ۱۸۹۶ کال په اصل کي غوښتل چي د زخم له پاره نوی پلستر جوړ کړي. خو د هغه اختراع سوی پلستر دومره ټينګ مښلېدی، چي د بېرته جلا کولو پر وخت به ورسره د انسان پوست هم جلا کېدی. په ۱۹۳۶ کال دغه مښلېدونکې فيته يا ټېپ د هر ډول استعمال له پاره بازار ته راووت.
د MP3 فورمات
دا چي اوس پر يو ځيرک موبايل تليفون په سلهاؤ او زرهاؤ ږغيزه سندري ثبتېدلای سي، يو لامل يې د MP3 فايل فورمات دی. دغه فورمات په ۱۹۸۷ کال د المان په فراون هوفر انستيتيوت له خوا اختراع کړل سو چي په لږ وخت کي يې ډېر پرمختګ وکړ او د موسيقۍ د صنعت مهمه برخه وګرځېد. دغه مېتود بېله د ږغ د کېفيت د خرابولو مواد په ډېر کم حافظه ځای کي ثبتولای سي.
ډينامو
د ډينامو اليکترونيکي پرنسيپ زيات وخت تر مخه لا معلوم ؤ، خو آلمانی وېرنر فون زيمنس لومړی کس ؤ چي پر دغه پرنسيپ ولاړ يو ماشين يې اختراع کړ. د فيليزي پېچل تار د ګوټک او مقناطيسونو په مرسته نه يوازي دا چي د برق جوړول ممکن سول بلکه د هيواد نورو برخو ته د برق لېږد هم. زيمنس نن په نړيواله توګه پېژندل سوی شرکت دی.
کمپيوتر
د آلمان په برلين ښار کي د اوسېدونکي انجينير کونراد څوزه Z3 نومي کمپيوتر په ۱۹۴۱ کال دومره لوی ؤ، لکه درې يخچالونه چي سره يوځای سوي وي. خو د هغه باوجوده دغه کمپيوتر د جذر تر څنګ د محاسبې صرف څلور بنيادي سوالونه حل کولای سوای. Z3 لومړی کمپيوتر ؤ چي د صفر او يو يا پر باينري حساب ولاړ سيسټم ؤ. له همدې کبله دغه د عصري کمپيوترونو لومړی اساس بلل کيږي.