په آلمان کې د پسرلي د لمر پر ځای واوره
د اقليم بدلون په آلمان کې د دې سبب شوی چې ژمي ناوخته راشي او د پسرلي د لمر پر ځای واوره و اوري. انځورونه يې دلته کتلای شئ.
د پسرلي نخښه نه شته
په پارکینګ کې واوره او د موټرو ټایرونو نخښې، د چهارشنبې په شپه په لايپڅيګ کې څو سانتي متره تازه واوره وريدلي. د پسرلي له پیل څخه څو ورځې وروسته آلمان ته بيرته ژمی راستون شوی.
د لمر د وړانګو پر ځای واوره
طبیعت د پسرلي له پاره چمتو کیږي - خو اوس د برانډنبرګ په ځنګل کې د ګل دغه بوټې په واورو پوښل شوي. د چهارشنبې سهار د آلمان د دغه ختیځ ایالت په ډيرو برخو او برلین کې واورې دوام درلود.
خطرناک کنګل
د آلمان لوېديځ هم د ژمي پیل تجربه کوي: موټرونه په نورد راين ويستفالن ايالت کې زیګن ښار ته نږدې په يخ وهلي سړک کي ورو روان دي. په څو ایالتونو کې، پولیسو پر خلکو غږ وکړ چې په ځانګړي ډول ورو او احتیاط سره موټر وچلوي.
په لوړه کچه د هوا خرابوالی
دا یوازې واوره نه ده چې په آلمان کې د پسرلي پیل ناارامه کوي: د آلمان په سویل کې په راتلونکو ورځو کې د معتدلي هوا سره چې سړه او توده څپه ټکر کوي، نو د دوامداره باران او طوفانونو خطر وي. دا غوره ده چې ځنګل ته له ورتګ څخه ډډه وکړئ.
سپين ژمی او ګښت
ناوخته واوره هم خپل ښکلي اړخونه لري: د هیسن تونس په ګروسن فیلډبرګ کې دغه ګښت د سه شنبې په ورځ له تمي لېري، په تازه وريدلي واوره کې له ګرځېدلو څخه خوند اخلي.
له واوري جوړ سړی
د جرمني د هوا پېژندنې ادارې (DWD) وړاندوینې له مخې، د واورې اورښت باید د پنجشنبې تر شپې دوام وکړي.