په آیټالیا کې د پول نړیدو لسګونه کسان وژلي
د ایټالیا په جینوا کي د یوه پول د نړیدو له کبله لسګونه کسان وژل شوي. د دې پیښې اصلي علت لا هم روښانه نه دي او په هکله یې پلټنې روانې دي. چارواکو په دې پیښه کې د شاوخوا ۳۵ کسانو د مړينې خبره کړې. انځورنه یې دلته کتلی شئ.
د ایټالیا پر یوې لوې لارې د یوه ستر پول یوه برخه نړیدلې چې له کبله یې د چارواکو په وینا تر اوسه پورې ۳۵ کسان وژل شوي دي.
د ایټالیا په جینوا ښار کې د دغه پله شاوخوا ۱۰۰ متره برخه نړیدلې. چارواکو ویلي چې د پیښې له کبله د ګڼ شمیر ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندیښنې وړ دی.
د ایټالیا د ترانسپورت وزیر د یاد پول د تنظیمي چارو له مشر څخه د ګوښه کیدو غوښتنه کړې. دغه پیښه داسې مهال رامنځ ته شوي چې موسمي بارانونه وریدل او پر پله باندې د تګ په حال کې موټرې شاوخوا ۴۵ متره لاندې لویدلي دي.
د پله د نړیدو دغه پیښه د سه شنبې په ورځ رامنځته شوې خو د دې پیښې تر شا اصلي دلیل لا هم روښانه نه دی. چارواکو ویلي چې په دې هکله پلټنې روانې دي.
د ایټالیا لومړي وزیر ګیوسیپه کونټه دغه پیښه یو ناورین یاد کړی او ویلي یې دي چې په ایټالیا کې باید د ټولو بنسټیزو پروژو له سره بیا کتنه وشي. نوموړي ویلي: «موږ باید د دې اجازه ورنکړو چې دغه راز یوه بده پیښه بیا تکرار شي.»
د ایټالیا د ترانسپورت وزیر بیا د دې پیښې مسئولیت هغه خصوصي شرکت ته راجع کړی چې د ایټالیا د لویو لاریو د مدیریت چارې پرمخ بیايي. نوموړي پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي چې تر هرڅه دمخه باید د دې خصوصي شرکت مشرتابه له خپلې دندې استعفا وکړي. دغه وزیر همدا راز ویلي چې له دغه شرکت څخه دې د لویو لارو د مدیریت چارې بیرته واخیستل شي. دغه شرکت باید شاوخوا تر ۱۷۰ میلیونه ډالر به جریمه ادا کوي.
د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل، د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون او د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د هغو مشرانو له ډلې څخه دي چې له ایټالیا سره یې په دې پیښه کې خپله غم شریکې ښودلې ده.
که څه هم د دې پیښې اصلي علت لا هم معلوم نه دی، خو د پول د نړیو پرمهال باران او تندر، د ساختمان ستونزه او یا هم د دې پول زړښت د دغه پیښې ترشا د دلایلو په توګه یادیږي.