په ازمیر کې د سوریایانو ژوند
شا او خوا ۸۵۰۰۰ سوریایي مهاجر د ترکیې په ازمیر ښار کې اوسیږي. ډیر مرستندویه سازمانونه او داوطلب کسان د دغو خلکو سره د یوه نوي ژوندانه د پیلولو په برخه کې مرسته کوي.
د سوریایانو دوکانونه
د ترکیې د ازمیر ښار د باسمانه، ناحیه د انساناني قاچاق وړونکو له پاره مشهوره ده. خو ډیری سوریایي مهاجر غواړي چې په دغه ځای کې ژوند وکړي او خپل دوکانونه یې او رستورانونه یې پرانیستي دي. په ازمیر کې د سوریایي مهاجرو له پاره مرستنیدویه ټولنې مشر محمد صالح وایي چې زیاتره سوریایان خپل شرکت یا کاروبار د خپل یوه ترکي دوست په نامه ثبتوي.
بې روزگاري او روغتیايي خدماتو ته نه لاس رسی
د بیلونو تحویلول د مهاجرو له پاره یوه ستونزه ده. زیاتره کسان بې روزگاره دي او خپل وخت په قهوه خانو کې تیروي. هغوی روغتیایي خدماتو ته لاس رسی نه لري. له دې کبله د طب آلمانۍ محصله لیا ویلزن، په وړیا توگه په کورونو کې ناروغان گوري کوي.
کورونو ته ورتگ
له ترجمانانو سره په گډه ویلمزن، په باسمانه کې د ناروغانو کورونو ته ورځي. هغې یوې مور ته غوږ نیولی چې د خپل ماشوم تنفسي ناروغي بیانوي. ویلمزن وایي چې په ځانگړې توگه د دغې ناروغۍ علایم د نم کورونو له کبله خراب دي، په کوم کې چې دغه کورنۍ ژوند کوي. په دغه کور کې ۱۴ تنه په دوو کوټو کې ویده کیږي.
د سړک ماشومان
ماشومان د سړک په هغه څنډه کې لوبې کوي، چې د لامبو واسکټونه پلورل کیږي. زیاتره تنکي ځوان مهاجر ښوونځي ته نه ځی او عادي کارونه کوي، څو له خپلو کورنیو سره مرسته وکړي. ویملزن په یوه کور کې د یوه شپږ کلن ماشوم درملنه کوي چې د کاغذي دستملانو د پلورلو پر مهال وهل شوی او لوټل شوی وو.
د مهاجرو د مرکزونو جوړول
د یوې صنفي اتحادیې پخوانی غړی یلسین یانیک، یوه پخوانی پريښول شوې ودانې بیا رغوي، څو د مهاجرو له پاره یو مرکز جوړ کړي. هغه وایي : «زه له کډوالو سره مرسته کوم لکه څرنگه چې مې څو کاله د مخه له کارگرو سره مرسته کړې وه.» موږ د مهاجرو له پاره یوه گډه کوټه جوړوو، څو له هغوی سره مرسته وکړو .
له تکیه کولو باید ډډه وشي.
کرس ډاولنگ له یانیک سره په گډه په وړیا توگه کار کوي او د باسمانه په کوڅو کې گرځي. هغه وایي چې دا مهمه ده چې له کډوالو سره مرسته وشي خو د هغه په خبره سړی باید له حده وا نه وړي: «موږ نه غواړو چې خلک پر مرستو تکیه وکړي. موږ غواړو چې هغوی خپل حق وپیژني، څو په ټولنه کې ځان ادغام کړی، کار پیدا کړي او خپل ژوند جوړ کړي.»
د اوسیدو ستونزه
Mercy Corps، چې د اروپایي اتحادیې له لوري تأسیس شوی مرستندویه سازمان دی، په نزدې تیر وخت کې په ازمیر کې یو دفتر پرانیست. دغه سازمان په اړمنو کورنۍ پسې گرځي، او له هغوی سره د کوپن د یوه پروگرام او سلا مشورو په برخه کې ملاتړ کوي. دغه سازمان د ناپاکو کورونو په پاکولو کې هم مرسته کوي،کوم چې مهاجرو په کرایه نیولي دي.
د انساني قاچاق وړونکو پوخ سنگر
د مرستندویه کارکوونکو له هڅو سره سره، زیاتره مهاجر چې ازمیر ته راځي په دغه ښار کې له انساني قاچاق وړونکو سره د اړیکو نیولو هڅه کوي. په ازمیر کې د Mercy Corps غړرې عفیفه یلدیڅ، وایي چې «موږ خلک له دې څخه نه شو منع کولای چې له قاچاق وړونکو سره معامله و نه کړي.» د هغې په خبره د دې له پاره یوازې سیاسي حل لاره شته.
خوندي سفر
د یونان تر خیوس ټاپو پورې یوازې څو کیلومتره لاره ده. ډیری ځایي اوسیدونکي هڅه کوي چې مهاجر له دې منع کړي چې په یوه ټوپي کښتۍ کې په سمندر کې سفر وکړي. له دغو کسانو څخه یوه زهینوگلو ده چې د یوه مرستندویه سازمان له پاره کار کوي. هغه وایي که چیرې مهاجر سفر کول غواړي نو په خوندي توگه دې سفر وکړي. په ترکیه کې دې پناهندگي ورکړي او په یوې مناسبې کښتۍ کې دې سفر وکړي.