په استرالیا کې د سولري موټرو سیالۍ
د لمریزي انرژۍ په وسیله د چلیدونکو موټرو سیالي د یکشنبې په ورځ په استرالیا کې پیل شوه. د دغې سیالۍ هدف د یوه داسې تخنیک په اړه د عامه پوهاوي زیاتول دي چې کیدای شي په راتلونکي کې د انسانانو د روزمره ژوند یوه برخه وګرځي.
«برج ستون ورلد سولر چیلنج ۲۰۱۷» په نوم دغه سیالي د اکتوبر میاشتې په ۸ نیټه پیل شوه. په دې انځور کې د هالنډ هیواد د «نوؤن نو» په نوم موټر لیدل کیږي. هالنډ په دې سیالۍ کې د خپلي اتلولۍ د ساتلو تلاښ کوي. د سولري موټرو د سیالۍ دغه سفر د استرالیا د شمالي ښار دارون څخه پيل او د ۳۰۰۰ کیلومتره واټن تر وهلو وروسته سویلي ښار ایډیلیډ کې پای ته رسیږي.
د جاپان ټیم
په دې انځور کې د جاپان د کوګاکوئن پوهنتون د «ونګ» په نوم موټر لیدل کیږي. هغه موټر چې په دې سیالۍ کې شامل دي یوه اونۍ وخت ته ضرورت لري، څو خپل وروستي هدف ته ورسیږي. د جاپان د ټوکای پوهنتون ټیم په ۲۰۰۹م کال کې په تر ټولو کم وخت کې دغه هدف ته د رسیدلو ریکارد جوړ کړی وو. دې ټیم په ۲۹ ساعتونو او ۴۹ دقیقونو کې نوموړی واټن وهلی وو.
یوه نړیواله سیالي
د ’SAV‘ په نوم دغه موټر د جنوبي افریقا استازیتوب کوي. په «ورلد سولر چلنج» کې دا وار امریکا متحد ایالات، جاپان، آلمان، چیلي، هالنډ، بریتانیا، مالیزیا، بلجیم، سویډن، ایران، سویلي کوریا، هند، هانګ کانګ، پولنډ، ټایلنډ، ترکیه، چين، کاناډا، ټایوان او د استرالیا په ګډون یو شمیر نور هیوادونه هم برخه لري.
د یو شمیر اروپایې هیوادونو نمایندګي
د دې سیالۍ په ابتدایې پړاو کې د بلجیم هیواد سولري موټر مخکې دی. په دې انځور کې «پنځه پاور» لیدل کیږي. په دغه سیالۍ کې چې تر ۲۰ ډیر هیوادونه برخه لري، ټول موټر د سولر انرژۍ په وسیله چلیږي، ځکه نو په ساعت کې له ۹۰ تر۱۰۰کیلومتره رفتار لري.
امریکایې موټر
دا انځور د امریکا د مسیسپي کوک ټاؤ های سکول د موټر دی. د «برج ستون ورلد سولر چلنج ۲۰۱۷» په سیالیو کې په مجموعي ډول ۴۲ موټرو برخه اخیستې ده.
د سولر انرژۍ په تخنیک کې نوي نوښتونه
په دې انځور کې د ټایوان هیواد د «اپولو اته» په نوم موټر لیدل کیږي. په دغو سیاليو کې د پوهنتونونو، لیسو او د مختلفو شرکتونو په همکارۍ جوړ شوي موټر برخه اخیستې ده. د دغو سیالیو بنسټ په ۱۹۸۷م کال کې ایښودل شوی او وروستۍ سیالي یې دوه کاله مخکې ترسره شوې وه.