په امريکا کي د مسلمانانو شمېر څو دی؟
د دونالد ترمپ د بريالي کېدو وروسته په متحده ايالاتو کي تر ټولو زيات اندېښمن وګړي مسلمانان دي. يو شمېر مساجدو ته د اختطارونو راپورونه هم ورکول سوي دي. راځئ چي پوه سو چي په امريکا کي د مسلمانانو شمېر څو دی؟
د مسلمانانو لوی شمېر
د پيو ريسرچ سنټر نومي څېړنيز مرکز اټکل کوي چي د امريکا په متحده ايالاتو کي تقريبا ۳،۳ مليونه مسلمانان ژوند کوي. دغه مرکز اټکل کوي چي د امريکا د متحده ايالاتو د ۳۲۲ مليونو وګړو څخه تقريبا ۱ فيصد يې مسلمانان دي.
د مسمانانو په شمېر کي زياتوالی
د پيو ريسرچ سنټر د اټکل له مخي تر ۲۰۵۰ کال پوري به د امريکا په متحده ايالاتو کي مسلمانانو اوسنی شمېر دوه چنده زيات سوی وي.
له يهوديانو کم له هندوانو زيات
د يو محتاط اټکل له مخي په متحده ايالاتو کي د اوسېدونکو مسلمانانو شمېر تر يهوديانو کم دی. په متحده ايالاتو کي د ژوند کوونکو يهوديانو شمېر ۵،۷ مليونه او د هندوانو شمېر ۲،۱ مليونه اټکل کيږي.
تر يهوديانو به زيات سي
د پيو ريسرچ مرکز د اټکل له مخي به په ۲۰۴۰ کال کي د امريکا په متحده ايالاتو کي مسلمانان د عيسويانو وروسته په دويم لوی ديني ګروپ بدل سي. يعني د مسلمانانو شمېر به تر يهوديانو زيات سي.
په نيو جرسي کي زيات مسلمانان
د امريکا په بعضو ايالتونو کي د ټول هيواد د اوسط په پرتله د مسلمانانو شمېر زيات دی. نيو جرسي له دغو ايالتونو څخه يو دی چيري چي تر نورو ايالتونو زيات مسلمانان ژوند کوي.
د مسلمان پناه غوښتونکو راتګ
د پيو ريسرچ د مرکز په وينا د ۲۰۰۷ کال وروسته د امریکا په متحده ايالاتو کي د مسلمانانو شمېر ډېر زيات سوی دی. د شمېر د دغې زياتېدنې لاملونه د مسلمان پناه غوښتونکو راتګ بلل سوی دی.
د راغلو مسلمان مهاجرو شمېر
په ۲۰۱۶ کال د امريکا متحده ايالاتو ته تقريبا ۳۸۹۰۰ مسلمان مهاجر داخل سول. دا په داسي حال کي چي په دغه کال د ټولو قبول سوو مهاجرو شمېر ۸۵۰۰۰ ؤ.
د مذهب تبديلول
د امريکا په متحده ايالاتو کي ګڼ شمېر داسي کسان هم سته چي تر مخه د بل دين ول خو وروسته مسلمانان سوي دي. د پيو ريسرچ په وينا په متحده ايالاتو کي د مسلمانانو د شمېر ۲۰ فيصده برخه نوي مسلمان سوي کسان دي.
مسلمان ضد فکر
د امريکا په متحده ايالاتو کي د سپتامبر د ۱۱مي د بريدونو وروسته د مسلمانانو ضد احساسات زيات سوي دي. د ټېري جونز په نوم دغه کس غوښتل چي قرآن پاک ته اور واچوي.
د ترمپ ويناوي
نوي ټاکل سوي ولسمشر دونالد ترمپ د خپل انتخاباتي کمپاين پر وخت څو ځله د مسلمانانو پر ضد خبري کړي وې. نوموړي يو ځل ويلي ول چي «مسلمانان له متحده ايالاتو څخه کرکه کوي». ترمپ و امريکا ته د مسلمانانو پر داخلې د وقتي بنديز وړانديز هم کړی ؤ.
اسلام يو لوی دين
د اعدادو او شمېرو له مخي په نړۍ کي تقريبا ۱،۷ مليارد انسانان ژوند کوي چي دغه شمېره د نړۍ د ټول نفوس تقريبا ۲۳ فيصده جوړوي. د مسيحيت وروسته اسلام د نړۍ دويم لوی دين دی.
اسلام په چټکۍ د خپرېدو په حال کي
د پيو ريسرچ مرکز په وينا اسلام د نړۍ د نورو ټولو اديانو په پرتله په چټکۍ د خپرېدو په حال کي دی.