په امريکا کي يوه سړي بانک وهلی او پيسې يې پر خلکو وېشلي
۱۳۹۸ دی ۴, چهارشنبهيوه عيني شاهد ديون پاسکال ځايي رسنۍ «KKTV 11 News» ته ويلي دي چي غله، پيسې له جيب څخه راوايستلې او هوا ته يي وغورځولې او د »خوشحاله کريسمس ولرئ« ناري يې وهلې.
د کلورادو سپرينگس پوليسو تائيد کړې ده چي يوه سپين ږيري سړي د دوشنبې په ماسپښين د اکاډيمي بانک غُرفه وهلې ده. هغه د بانک کارکوونکي په يوې ناپيژندل سوي وسلې باندي گواښلي ول. خو دا چي هغه څومره نغدي پيسې غلا کړي دي، په اړه يي تر اوسه معلومات نسته.
پوليسو دغه بانک ته نژدې په يوه کافي کي يو ۶۵ کلن سړی نيولی دی. محلي رسنيو د پوليسو له خولې خبر ورکړی دی چي دا لا معلومه نه ده چي دغه نيول سوي سړی له ځانه سره کومه وسله درلوده او که نه.
د رپوټونو په حواله هغو عامو لاريوانو چي دغه پيسې تر لاسه کړي دي، بيرته يي هغه بانک ته وروړي دي. خو يوه پوليس د "Denver Post" په نامه ورځپاڼي ته ويلي دي چي اوس هم په زرونو پيسې ورکي دي.
(g.p/n.z(A.G