په امریکا کې د مرگ دره؛ گرمي ۵۴،۴ درجې ريکارد شوې
۱۳۹۹ مرداد ۲۸, سهشنبهپه کاليفورنيا کې دمگړۍ هوا پيژندونکي او د اقليم څيړونکي پر دوو کرښو متمرکزه دي. له يوه اړخه د امريکا سويل لويديځ اوس د گرمۍ له يوې سختې څپې سره مخامخ دی. له بله اړخه د دغه ایالت د «د مرگ دره» په نامه سيمه کې د تودوخې دومره لوړه درجه ثبت شوې چې اوس بايد و ارزوله شي. ۱۳۰ فارن هايت درجې چې ۵۴،۴ سانتي گراد کیږي، په دغه دره کې ريکارد شوې ده.
د هوا پيژندني د ملي ادارې په حواله د تودوخې دغه درجه د تیرې يکشنبې په ورځ د سيالانيانو په مرکز « فرنس کریک» نومې سيمه کې ثبت شوې ده. د هوا پيژندنې نړيواله اداره به اوس په دې ارزونې ترسره کوي چې آيا دغه اندازه گيري سمه ده او که نه. يادې ادارې د تويتر له لارې ويلي: «دا له ۱۹۱۳م کال راهيسې پر ځمکه رسمي اندازه شوې د تودوخې تر ټولو لوړه درجه ده.»
د پخوانيو اندازه گيريو په اړه شکونه
هغه وخت هم د تودوخې دغه لوړه درجه د مرگ په دره کې ثبت شوې وه. ۱۰۷ کاله پخوا ترماميتر د تودوخې درجه ۵۶،۷ سانتي گراد ښوولې وه. خو د هوا پيژندنې د تاريخ پوه کرستوفر بورت د ۲۰۱۶م کال پلټنې دې پايلې ته رسيدلې وې چې د هوا پيژندنې له لحاظه دغه اندازه «امکان نه لري.»
د بورت په حواله د تونس په کيبیلي سيمه کې د تودوخې د ثبت شوې دويمې لوړې درجې چې ۵۵ سانتې گراد ده، په اړه هم اختلاف شته. خو برعکس هغه درجه چې د کويت په مطربه سيمه کې د ۲۰۱۶م کال په جولای کې ثبت شوې وه، د اعتبار وړ ده. دا په دې معنا ده چې کیدای شي د گرمۍ دغه ريکارد مات شوی وي.
دا چې د مرگ په دره کې تودوخه دومره زياتيږي دوه علتونه لري. يو دليل یې دا دی چې دره د سمندر د سطحې څخه ۸۶ متره ټيټه پرته ده. پر دې سربیره د دې درې تنگوالی هم پکې نقش لري ځکه چار چاپيره ولاړ مخ پورته غرونه خپله گرمي په دره کې منعکسوي. روښانه او وچه هوا او همدا راز د ونو او بوټو کمښت هم د دې باعث کيږي چې ځمکه د لمر وړانگې ډېرې جذبې کړي.
bs/nz (afp,dpa)
زموږ له آرشيف څخه: