په بلجیم کې د ترهګری ضد عملیات روان دي
۱۳۹۵ تیر ۱, سهشنبهبلجیمې چارواکو د سه شنبې په ورځ وویل چې یو کس یې نیولی دی چې په احتمالي توګه یې په بروکسل کي د «سیتي ۲» سوداګریز مرکز ته نزدې له ځان سره یو بم لېږداوه.
د بلجیم د څارنوالۍ یوې ویاندي وویل: «یو سړی نن سهار په ۰۵:۳۰ بجو نیول شوی دی چې په احتمالي توګه یې له ځان سره بم لاره. او د پوځ د بمونو د خنثی کولو څانګه په دې اړه څېړني کوي چې ایا هغه بم لره او که نه.»
رسنیو رپوټ ورکړی دی چې په بلجیم کې د ترافیکو تګ راتګ د پولیسو او پوځ د حضور له کبله له ستونزو سره مخامخ شوی دی. د بلجیم د کړکیچ مرکز ویلي دي چې د دغې پیښې په اړه د لومړي وزیر چارز میکل، په حضور کې خبري رواني دي.
د بلجیم امنیتي ځواکونه اوس په آماده باش حالت کې دي. دا پیښه د پاریس د نومبر تر ترهګریز برید وروسته رامنځته کیږي چې برید کوونکي یا خو د بلجیم اتباع وو او یا یې هم په دې هیواد کې ژوند کړی وو.
د پاریس تر بریدونو وروسته د مارچ میاشتي پر ۲۲مه نېټه همداراز په بروکسل کې هم بریدونه وشول چې په پایله کې یې ۳۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
له بلې خوا د بلجیم پولیسو څو ورځې مخکې د هغو رپوټونو په تړاو پلټني پيل کړي چې ګواکې له دې هیواد څخه د فوټبال اروپايي سياليو ته ګواښ موجود دی. تر دغو تلاشیو وروسته درې کسان د «ترهګریز قتلونو د نیت لرلو» په تورن تورن شوي دي.