په بن کی د اقلیم د نړیوال کنفرانس له پاره د خیمو ښار
بن گام په گام د اقلیم نړیوال کنفرانس ته تیاری نیسی. په ځینو برخو کې اوس هم کارونه روان دي. دویچه ویله دا هر څه له نزدې او کله کله هم له خپلو کړکیو څخه څاري. انخورونه یې دلته وګورئ.
بن تیاری نیسي
د نوومبر له شپږمی څخه تر ۱۷ می پوری بن د اقلیم د نړیوال کنفرانس کوربه دی. یوازی په یو څو میاشتو کې د آلمان د دغه پخوانۍ پلازمینې څیره بدله سوه. په زرهاوو متره مربع مساحت کی د خیمو ښار . د دغو خیمو څخه یوه یې په مستقیم ډول د دویچه ویله ودانۍ مخی ته درلول سوې ده.
د اقلیمی بدلون په هکله کنفرانس ته «Bula» ویل
که څه هم په انگلیسی او آلماني ژبه میلمنو ته ښه راغلاست لیکل سوي خو "Bula" بیا کومه ژبه ده او ولی دغه کلمه هم ورسره لیکل سوې ده؟ که څه هم سږني کنفراس په بن کی جوړیږي خو په رسمی ډول بیا د فیجی هیواد د دغه کنفرانس کوربه بلل کیږي. له همدې کبله په فیجی ژبه هم ښه راغلاست لیکل سوي دي.
ټوله تر یوه چت لاندی
د راین پر غاړه په دغه لوی هال کی به له ټولې نړۍ څخه راغلی انسانان سره راټول سي. د څلویښتو په شاوخوا کوچنیو خیمو کی به له ۱۹۶ هیوادونو څخه استازی د اقلیم ساتنی په اړه خپلی مقالې وړاندی کړي. په بل عبارت ټوله نړۍ تر یوه چت لاندی.
آلمان به څه وړاندی کړي!
د آلمان خیمه به تر بشپړیدو وروسته، د مځکې د یوې ځلاندی کرې په واسطه چی درې متره به یې قطر وي ښایسته سي. سربیره پر دې د تیاتر د یوې کوچنۍ نندارې تر څنگ به تر ۶۰ پوری ډول ډول پروگرامونه ننداری ته وړاندی سي.
د هندوستان خیمه
پر یوې لویی ساحې باندی د هند هیواد خپله خیمه دروي. خو هر هیواد باید د خپلو خیمود درولو لگښت پر خپله غاړه واخلي. په لسهاوو کارگران په چټکۍ سره هڅه کوي چی د نوومبر تر شپږمی پوري خپل کارونه بشپړ کړي. د دغه کنفرانس له پاره باید هر څه په دقیق ډول تر سره سي.
په آرامه فضا کې کارکول
د مجلسونو او افکارو د تبادلې تر څنگ سخت کارونه هم باید تر سره سي.له غونډو څخه دباندی، گډون کوونکي کولای سي یو څه تفریح وکړی ترڅو نوې انرژي په لاس راوړي.
یوې پیالې قهوې ته وخت ورکول
طبعاً باید په دا ډول یوه جدي کنفرانس کی قهوه هم موجوده وي. د یوه ښه چاپیریال د رامنځته کولو له پاره دغه قهوه په کوستاریکا کی د اقلیم په گټه یوې پروژی څخه راځي. د قهوی څښلو دغه ډول ځایونه ډیر دي ، تر څو د کنفرانس گډون کوونکي وکولای سي د خبرو اترو له پاره د تفریح پر وخت هم سره راټول سي.
ډوډۍ تیاره ده!
په مرکزي خیمه کی کانتین په دوو پوړو کی موقیعت لري. د ۱۵۰۰ په شاوخواکی میلمانه کولای سي پر یوه وخت هلته ډوډۍ وخوري. په دغه کانتین کې ترکاري، د فصل سره سم او طبیعي خواړه موجود دي چی له لسو څخه تر دوولسو یورو پوری به بیه لري.
د غیردولتی سازمانونو نقش
د غیر دولتی سازمانونو او نورو مدني ټولنو فعالینو ته باید په دغه کنفرانس کی کلیدی نقش لوبولو زمینه برابره سي. له همدې کبله هغوی د بن په زون کې یوه ځانگړې خیمه په اختیار کې لري. د غیردولتی سازمانونو شاوخوا ۵۰۰ غړو خپل نومونه ثبت کړي دي.
بن چمتو دی
تر یوولسو میاشتو کار وروسته هرڅه څه نا څه چمتو دي. په یوه اوونۍ کی به دغه کنفرانس پیل سي. د لومړني انځور په پرتله اوس ډیر کارونه بشپړ سوي. د خیمو ښار له ټولې نړۍ څخه د خپلو میلمنو په تمه دی.