په بهرنیو ماموریتونو کې د وژل شویو امریکايي پوځیانو یادون
۱۴۰۲ خرداد ۹, سهشنبهجو بایډن د ارلینګټن په هدیره کې د «یادونې ورځې» په مراسمو کې د امریکایی سرتیرو د نسلونو قربانیو ستاینه وکړه چې د خپل هیواد لپاره جنګیدل. هغه له امریکایانو وغوښتل چې ډاډه واوسي چې «د هغوی قرباني بې ځایه نه وې.»
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر دا هم ویلي دي چې «موږ باید هیڅکله هغه بيه چې زموږ د ډیموکراسۍ د ساتنې لپاره ورکړل شوی ده، هيره نه کړو.»
رپوټ: بايدن افغانانو ته اجازه ورکوي چې ډېر وخت امریکا کې پاتې شي
بایډن په افغانستان او عراق کې له دوو لسیزو جګړو وروسته د امریکا د پوځ لپاره د نسبي سولې خبره هم وکړه.
په افغانستان کې د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې له پای ته رسېدو نږدې ۲۱ میاشتې تېرې شوې دي. بایډن هغه ژمنه پوره کړه چې د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال یې کړې وه او دغه شل کلنه جګړه یې پای ته ورسوله، چې تر ۲۴۰۰ ډېر امریکايي پوځیان پکې ووژل شول.
سیګار: طالبان ښايي د امریکا له مرستو ګټه اخلي
په هر حال، په افغانستان کې جګړه په ګډوډۍ او ناوړه حالاتو سره پاي ته ورسیده. له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو مدیریت هم له ډېرو نیوکو سره مخ شو.
تېره میاشت د بایډن ادارې په افغانستان کې د جګړې د وروستیو ورځو په اړه یو راپور خپور کړ، چې تر ډېره یې پکې د امریکا پخوانې ولسمشر ډونالډ ټرمپ پړ بللې وو او ټینګار یې کړی و، چې بایډن د ټرمپ له پرېکړو ډېر اغېزمن شوی دی.
په اوکراین کی د روسیې يرغلیزه جګړه
متحده ایالات اوس د متحدینو د یو ایتلاف مشري کوي چې اوکراین ته یې په لسګونو ملیارد ډالر نظامي او اقتصادي مرستې لیږلي دي ځکه هڅه کوي چې د روسیې د نه ختمیدونکې تیري کونکي جگړې چې لا پای یې نه ترسترګو کیږي، مخه ونیسي.
د بايدن ادارې له افغانستانه د وتلو پر مهال د ګډوډيو پړه پر ټرمپ اچولې
خو امریکا متحدو ایالتونو تل ټینګار کړی، چې په دې جګړه کې د خپلو ځواکونو شاملولو ته لېوالتیا نه لري. بایډن ویلي دي، چې هغه په اوکراین کې د روسیې له خوا د دغه خاورې د نیولو هڅه له نړیوالو نورمونو سره په ټکر کې ګڼي او ژمنه یې کړې، چې د توپونو، ټانکونو او بې پیلوټه الوتکو په استولو سره به له کیف سره د جګړې په ګټلو کې مرسته وکړي.