په بېپلوټه الوتکه کي به الوزي انسان
انسانان له ډېر پخوا څخه له يو ځای څخه بل ځای ته د تلو د وسيلو په لټه کي دي. همدغه تلاښ د بګيو، موټرونو، اورګاډو او الوتکو د جوړېدو لامل سوی. خو اوس ښايي د سپرلي په ډګر کي يو بل نوښت رامنځ ته سي.
يو آلمانی شرکت غواړي چي د انسانانو د انتقال د وسيلو په ډګر کي يو نوښت راولي. دغه شرکت غواړي چي په لومړي ځل په بېپلوټه الوتکه کي انسان انتقال کړي.
ملټي کوپټر هغه څرخي الوتکي ته ويل کيږي چي څو څرخونه ولري. د «ولوکوپټر» په نوم د مسافر وړونکې دغې الوتکي طرحه جوړونکی شرکت وايي چي دغه الوتکه به صرف په يو لاس د رهمنايي او چلول کېدلو وړتيا ولري. دغه شرکت هيله لري چي له د کبله به د انساني تېروتنې خطر کم وي.
دغه الوتکه په ريموټ کنټرول او بېله د سپاره مسافر د مرستي سره هم د الوتلو جوګه ده. ښايي دا به په راتلونکي کي د ټکسي يوه نوې بڼه وي.
د «ؤلوکوپټر» طرحه جوړونکی شرکت وايي چي د دغې الوتکي الوزول به د عامو خلکو له پاره د زدکولو پر وخت تر مخکنيو الوتکو ډېر آسان وي، ولي چي اوتوماتيک سيسټم يې د پورته او کښته کېدو پر وخت توازن ساتي.
دغه دوه سيټونه يا چوکۍ لرونکې الوتکه به په بيا چارجېدونکو بيټريو چليږي چي د شرکت په وينا دا به د چاپيريال له پاره زيات زيان ونه لري. دغه الوتکه به د دغو بېټريو په مرسته د ۲۰ او ۳۰ دقيقو تر منځ الوتنه وکړلای سي.
د دغې الوتکي د طرحي د عملي کولو له پاره درې کاله تر مخه کارونه پېل سول چي بالآخره د آلمان اړونده ادارې دغې زښتي په وزن سپکي الوتکي ته د امتحاني پروازونو اجازه ورکړه.
د آلمان اړونده ادارې له مخکي لا دغې الوتکي ته د سپورټ په ترڅ کي د الوتنو جواز ورکړی دی. دا چي په دغه الوتکه کي کښېنستونکی کس بايد پلوټ نه وي نو دغې الوتکي ته بېپلوټه مسافر وړونکې هم ويل کيږي.