په ترکيه کي چاودني سخته مرگ ژوبله روسلې
۱۳۹۴ تیر ۲۹, دوشنبهد ترکيې په جنوب ختيځ سوروچ ښار په يوه فرهنگي مرکز کي د يوې غونډي پرمهال چاودني سخته مرگ ژوبله اړولې ده. ترکي چارواکو ويلي دي چي امکان لري يوه ځانمرگي بريد کوونکي له چاودېدونکو موادو ډک موټر چولی وي. په اړه ئې څېړني رواني دي.
د ترکيې د کورنيو چارو وزارت ويلي دي: «د لومړيو راپورونو له مخي په پيښه کي ۲۷ کسان وژل سوي او تر ۱۰۰ زيات ټپيان سوي دي. د وژل سوو کسانو شمېر کيدای سي نور هم لوړ سي.»
سوروچ ښار د سوريې د کوباني ښار په لس کيلومترۍ کي پروت دئ. د دغه ښار ډېر اوسېدونکي کردان دي او ډېری ئې د سوريې له جگړې څخه تښتېدلي وگړي دي.
په کوباني کي د کردانو او افراطي ډلي «اسلامي دولت» ترمنځ جگړه روانه ده. د روان کال د جنورۍ مياشتي په پای کي کردانو دغه ښار تر مياشتو جگړو وروسته له افراطيانو څخه آزاد کړ.
په سوريه کي د کورنۍ جگړې له پيل راهيسي د ترکيې پر سرحدي ښارونو باندي څو واري توغندی توغول سوي دي.