په جنوب ختيځو ولايتونو کي ځنګلونه وهل کيږي
۱۳۹۰ اسفند ۲۱, یکشنبهد پکتيا ولايت چارواکي وايي، چې درې اويا زره جريبه ځنګلونه ئې درلودل او دوه ميليونه ميتره مکعبه لرګي ځني ترلاسه کېدل.
اوس چې سړی په پکتيا ولايت کې د خرڅلاو د لرګيو ځايونو ته سر ور ايسته کړي او کابل ته د سون په لرګيو بار دلارۍ موټرو کاروانونو ته وګوري نو د ځنګلي سيمو له ليدو پرته هم دا اټکل کولاى شي، چې د ځنګلونو زياته برخه به له منځه تللې وي.
د ځدراڼو يو تن قومي مشر محمد علي ځدراڼ مني چې له يوې خوا د دې سيمي اتيا په سلو کې ځنګلونه له منځه تللي دي او له بلي خوا ځيني وختونه د سيمه والو ترمنځ د نښتو لامل ګرځي، خو نوموړى دا کار د سيمي د خلکو يو مجبوريت بولي.
«ځنگلونه ډير په بې رحمانه توگه له منځه وړل کيږي. برقي ارې ورته نيولي دي او ټول د يوه مخه چپه کوي. ډير خلک مجبور دي بل څه نه لري، خو يو شمېر ئې بيا د تجارت له پاره کوي چي اوس ئې تجارتي بڼه اخيستې ده.»
ددغه قومي مشر په خبره پر دې ځنگلونو باندي قومي شخړي هم راپورته سوي دي. دده په خبره د گياڼخيلو او بړخيلو په نوم جنگونه چي سوي او تقريباً له سلو څخه تريوسلو پنځوسو پوري کسان وژل شوي دي د همدې ځنگلونو پر سر وژل شوي دي.
په خوست کې د چاپيريال ساتنې اداره وايي، چې په نزدې راتلونکې کې به په سيمه کې د ځنګل وهني بدي پايلي را څرګندي شي، نو په کارده چي ددغه کار مخنيوی وسي که نه نو تر دې به لا زياته وچکالي راسي او خلک به له سختو ستونزه سره مخامخ وي.
د ځنګلونو يو مخيزه وهل د موسمي بارانو پرمهال د سيلابونو د راوتو لامل هم ګرځېدلي دي او په ډېرو سيمو کې ئې يا کرهڼيزي مځکي له منځه وړي او يا ئې له جدي ګواښونو سره مخامخ کړي دي.
د خوست پخوانى والي او قومي مشر طاهرخان صبرى بيا وايي، چې ولسونه پخپله بايد د دې ځنګلونو د وهلو مخنيوى وکړي.
په سيمه کې کتونکي په دې نظر دي چي سيمه وال د وهل شويو ونو پرځاى د ميوه لرونکو ونو کښېنولو ته وهڅول شي او په دې برخه کې ورسره مرسته وشي، ځکه چې د خپلو ګټو په خاطر هم خلک اړ دي چې ميوه لرونکي وني وساتي.
فريد الله ظاهر/ خوست
کتونکی: نجيب الله زيارمل