په جکارتا کې د «ایکو اسلام» کنفرانس د ګډونوالو پیغامونه
په جاکارتا کې د دوه ورځني نړیوال کنفرانس ګډونوال وايي چې اسلامي لار ښوونې موږ ته دا درس راکوي چې انسانان باید خپل چاپیریال پاک وساتي. دا چې ګډونوال څه پیغامونه لري، په دې انځوریز البوم کې یې کتلی او لوستلی شئ.
دیباراتي ګوها، د دویچه ویله د آسیا څانګې مشره
د جکارتا په ایکو اسلام نړیوال کنفرانس کې د دویچه ویله د آسیا څانګې مشرې دیبا راتي ګوها، وویل چې د نړۍ ټول مذهبونه او ادیان خپلو پیروانو ته د چاپیریال ساتنې په هکله لارښوونې کوي. هغې وویل چې په اسلام کې هم پر دغه موضوع ټینګار شوی دی. د ګوها په خبره په بودیزم، هندو مذهب، مسیحیت، یهودیت او اسلام کې طبعیت «د خدای له لوري د یوې ډالې» په توګه یاد شوی دی.
مجتبی حمیدي، په اندونیزیا کې د واحد انستیتوت مشر
په اندونیزیا کې د یوه وتلي مذهبي سازمان واحد انستیتوت د مشر مجتبی حمیدي په خبره الله انسانان په ځمکه کې د خپلو استازو په توګه لیږلی دي او دوی ته یې دنده سپارلې چې پر ځمکه باندې د خدای له خوا د خلق شوي طبعیت ساتنه وکړي.
آګسټینا اسکندر، د اندونیزیا د «ورلډ کلین اپ ډې» د سازمان غړی
په جاکاراتا کې د کنفرانس بله ګډونواله او د چاپیریال د برخې فعاله اګسټینا اسکندر، وايي چې د ځمکې تر ویجاړۍ وروسته انسانان بله داسې کومه سیاره نه لري چې پکې ژوند وکړي. د نوموړي په خبره له همدې کبله خلک باید په ګډه د چاپیریال ساتنې په برخه کې سره لاسونه ورکړي.
توفیق پاشا، د پاکستان په کراچۍ کې د چاپیریال ساتنې ادارې کارمند
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د چاپیریال ساتنې د ادارې کارمند توفیق پاشا وايي چې د چاپیریال هدف ځمکه ده، هغه ځمکه چې انسانان ورته مور هم وايي. د هغه په خبره موږ انسانان له ځمکې سره داسې چلن نه کوو لکه چې له مور سره باید وشي.
هایون پروبوو، د اندونیزیا د چاپیریال ساتنې په برخه کې یو فعال
په اندونیزیا کې د چاپیریال دوسته جوماتونو د بنسټ ایښودونکي هایون پروبوو، په خبره په اسلام کې اصراف منع دی او جوماتونه باید د دغه راز لارښوونو د عملي کولو په برخه کې یو مثال پر ځای پریږدي.
ابو سیام، د بنګله دیش د ډاکا پوهنتون مرستیال پروفیسور
د نړیوالو مذهبي زده کړو بنګالی پروفیسور ابوسیام وايي چې د اسلام د لارښوونو پر اساس په چاپیریال کې توازن ساتل ډیر ارزښتمند دي او دا چې انسانان د دغه توازن یوه برخه ده. د نوموړي په خبره که چیرته انسانان طبیعي چاپیریال له منځه وړي نو په اصل کې دوی د خپل څښتن له لارښوونو څخه سر غړونه کوي.
احمد شبر، د پاکستان په کراچۍ کې د چاپیریال ساتنې ادارې کارمند
په کراچۍ ښار کې د «ګاربیچ کین» په نامه د چاپیریال په برخه کې د یوه سازمان موسس احمد شبر، وايي چې د انسانان د بقا او پایښت له پاره ښه چاپیریال یو اساسي رکن دی. د نوموړي په خبره په ورځني ژوند کې د انسانانو پایدراه فعالیتونه د یوه ښه راتلونکي له پاره اساسي نقش ادا کوي.