په دیر کې له لرګيو څخه جوړ پخوانی مسجد
په «دیر بالا» کې له لرګيو څخه جوړ شوی پخواني جومات د سیلانیانو پام ځان ته راګرځولی دی. دا په پاکستان کې یوازینی مسجد نه دی چې له لرګیو څخه جوړ وي. خو د ځانګړې نقاشۍ له کبله دغه مسجد یو ځانګړی ځای لري.
د ځایي اوسیدونکو د وینا له مخې په دیر بالا کې د «مسجد مبارک» په نوم دغه مسجد کابو دوه سوه کاله پخوانی دی.
مسجد کې د ځایي ځنګلونو لرګی استعمال شوی دی. په دغه مسجد کې سلګونه ټنه لرګی استعمال شوی دی چې د خپلې ځانګړې نقاشۍ له کبله ډیر زړه راښکونکی دی.
د تل ښار په شا کې پروت د دغه جومات د ودانۍ سربیره، د جومات چاپیر دیوال هم له لرګیو جوړ دی چې په دې غرنیزه سیمه کې طبیعي ښکلا دوه برابره کړې ده.
که له یوه اړخه مسجد له ګران بیه لرګي څخه جوړ دی نو له بل اړخه پر لرګي باندې د جوړې شوې نقاشۍ او خطاطۍ، د مسجد ښکلا لا ډیره کړې ده.
په تیرو وختونو کې د ورښتونو او طبیعي آفاتو له کبله دغه مسجد ته پوره زیان اوښتی دی. خو د دیر د نواب په وخت کې د دغه جومات پر بیا رغولو ځانګړې توجه شوې. په ۱۹۵۶م کال کې د دغه مسجد له پاره پیسې ځانګړې کړی شوې.
دغه درې پوړیز مسجد یوازې له لرګي څخه جوړ شوی دی. خو د وخت په تیریدو سره په دغه مسجد کې بدلونونه هم رامنځ ته کړی شول. د مسجد په بیلا بیلو برخو کې د سمنتو له کاریدو څخه دا ویره شته چې د مسجد ښکلا له منځه ولاړه شي.
دیر یوه سړه سیمه ده. د ژمي په موسم کې د مسجد د هوا د ګرمې ساتلو له پاره د مسجد په سالون کې یوه بخارۍ هم ایښودل شوې ده. په دې بخارۍ کې لرګي سوځول کیږي او په دې ترتیب د ژمي په موسم کې د مسجد دننه هوا ګرمه وي.
په مسجد کې هر اړخ ته پر لرګیو شوي ښایسته نقاشي تر سترګو کیږي. سربیره پر دې په مسجد کې بیلا بیل رنګونه هم کارول شوي دي.
د مسجد چت پر دغو لویو پایو ولاړ دی. دغه پایې سیلانیانو ته د پخواني وختونو د ودانیو نمونې ور په یادوي.
د پنځوس کلن محمد واعف په وینا له تیرو دوو کلونو راهیسې د دیر د کمراټ، سیمه د سیلانیانو توجه خپل ځان ته راګرځولې ده. دغه مسجد د کمراټ او تیمرګرې تر منځ سیمه کې پروت دی او په وینا یې سیلانیانو په دغه ځای کې د لږ وخت له پاره تم کیږي.
د ځایي اوسیدونکو په وینا د مسجد نقشه او جوړښت له هر لحاظه د ستایلو دی. په مسجد کې د هوا او رڼا له پاره شوي تدابیر له هر پلوه ښه دي.
د حاجي کبیر خان په نوم یو ځایي اوسیدونکی وایي چې د دیر په سیمه کې هر ډول ځنګلونه شته. اوس د ایالتي حکومت له لوري د ځنګلونو پر وهلو بندیز دی چې له کبله یې د دیر ځنګلونو ته یو ښه زیره دی.