په روم کي د سیلانيانو له پاره زړه راکښونکی کلوسیوم
کلوسیوم په روم کې د سیلانیانو له پاره یو زړه راکښونکی ځای دی. دغه آمفي تیاتري ساختمان د یوه بې ساري معمارۍ بیلګه ده چې د ایتالیا هنر او د ګلادیاتور د جګړو یادون تازه کوي. انځورونه: ساقي مرادي.
کلوسیوم اوس تر ډيره د ګلادیاتورانو تر منځ د خونړي جنګ په توگه پيژندل کیږي. په کلوسیوم کې به ګلادیاتوران یا له یو او بل سره او یا هم له حیواناتو سره جنګیدل. د هغوی دغه جنګ به د نندارچیانو له پاره یوه سرګرمي وه چې اغلبا به اشراف ول.
دغه ساختمان د دې له پاره د مهندسۍ یو شاهکار ګڼل کیږي چې له دباندې څخه میدان ته او له هغې څخه د بیرته راوتلو له پاره ورته د خلکو تګ راتګ آسانه وو.
دغه ساختمان د معمارۍ، مهندسۍ او همداشان د هغه د حیرانونکي مخینې له کبله د ایتالیا او روم له پاره په یوه سمبول اوښتی دی.
دغه ساختمان د ننوتلو۸۰ لارې لري او تر پنځو زرو زیات کسان ځايوي.
د وخت په تیریدو سره دغه ساختمان د زیاتو طبیعي پيښو له کبله زیان ولید، خو هغې زلزلې چې په ۸۴۷ او ۱۲۳۱میلادي کلونو کې وشوې، نوموړي ساختمان ته یې سخت زیان واړوه.
په کلوسیومم کې د امپراطور ځای ځانګړی وو او هغه څوکۍ چې په لوړو پوړونو کې وې د روم د سناتورانو وي او لاندینۍ طبقه د عوامو له پاره. د عوامو د ناستې ځای پر لاندنۍ او باندنۍ برخو ویشل شوی وو چې شتمن کسان به په لاندني او بې وزله خلک به په پاسنۍ برخه کې کښیناستل.
په۲۰۱۱م کال کې د دیګو دالا په نوم یوه کس چې د بوټ جوړولو شرکت مشر وو د دغه ساختمان د بیا رغاونې له پاره د ۲۵ میلیونه یورو د ورکولو اعلان وکړ. په دې ترتیب د دغه ساختمان د رغولو چارې بیا پیل شوې.
د خصوصي او دولتي مالي صندوقونو بیا رغاونې او اداري چارو څو کاله وخت ونیو او په۲۰۱۶م کال کې دغه چارې پای ته ورسیدلې. داسې اقدامات وشول چې د دغه ساختمان د بیلا بیل ځایونو د رالویدو مخه ونیوله شي.