په زابل کې تر ۲۰۰ زيات کسان په يو ډول ساري ناورغۍ اخته سوي
۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۸, چهارشنبهد طالبانو د زابل ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر حکیم حکیمي له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د دې ولایت اړوند په شیخانو سېمه کې نوې سارې ناروغي باندې تر ۲۰۰ سوو ډېر کسان اخته شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
نوموړي وویل: «دا ناروغي د شاجوی ولسوالۍ څخه په ۳۰ کلیو مترۍ سېمه، شیخانو کلي کې له دریو ورځو راهيسي رامنځته شوې ده. دوه, دوه نیم سوه کسان په دې ناروغۍ باندې مصاب شوي دي.»
د زابل د عامې روغتیا رئیس که څه هم د شلو تنو ناروغانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بولي خو زیاتوي چې ناروغانو ته پر وخت درملنه پیل شوې ده.
هغه وویل: «ناروغان یې له پښو وغورځول. سمدلاسه د دوی د پښتورګو اوبه یې وچولې ځکه د مایعاتو ضایعات یې بیخي ډېر ول. الحمدالله دوی ته دستي آی وي تراپي شروع شوه او له ضایعاتو څخه را وګرځېدل.»
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت بیا دویچه ویله ته وویل، د تحقیقاتو په پایله کې یې موندلې چې د زابل ولایت د شاه جوی په ولسوالۍ کې د شیخانو کلي خلک د کاریز څخه د څښلو اوبه وړلې یو علت یې د همدې کاریز د ناپاکو اوبه استعمال په نښه شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت همدارنګه د دغې ناروغې بل لامل د ناپاکو تازه مېوې خوړل یادوي چې دغه ولایت کې د توتانو موسم دی او په دودیز ډول دغه ولایت کې توتان پرته له مینځلو له ونې خوړل کېږي.
د زابل اوسېدونکي بیا د طالبانو له روغتیايي چارواکو غوښتنه کوي چې د ورته ساري ناروغیو په مخنیوي کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
د زابل يو اوسېدونکی لعل محمد امیري وایي، دوی اندېښنه لري چې دغه ناروغۍ نورو سیمو ته هم ورسېږي چې له امله به یې د ډېرو خلکو ژوند له ګواښ سره مخامخ شي: «داسې نه چې دا ناروغۍ نوره هم پراختیا ومومي او نوره هم خپره شي. په دې اړه دولت باید جدي اقدامات وکړي ترڅو د دغي ناروغۍ مخه ونیول شي.»
نوموړی وایي، خلک دې په ګډه د چاپیریال په پاک ساتلو کې همکاري وکړي او د طالبانو حکومت دې د څښاک پاکې اوبه خلکو ته تیاري کړي.
هغه زیاتوي: «که عموماً دولت د کاریزونو او چینو غمه وخوري هلته به خلکو ته زمینه برابره نه شي چې د نا پاکو اوبو او چټليو له امله په ډول ډول ناروغیو اخته شي.»
روغتیا پالان په دې باور دي چې د دې ناروغۍ ځینې علایم کولرا ناروغي ته ورته ده.
د زابل ولایت یو تن ډاکټر نظر حریفال د دې ناروغي په اړه داسې نظر لري: «سهار د دې ناروغۍ درې نورې پېښې هم وې زیاتره علایم یې د کولرا ناروغي په شان دي.»
خو د زابل له پاره د طالبانو د عامي روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې د دې ناروغۍ علایم، اسهالات، تبه، د زړه بدوالی او ورته نورې نښې دي چې که درملنه یې پر وخت ونه شي، اخته کس به خپل ژوند له لاسه ورکړي.