1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسربستان

په سربیا کې ۳۰ افغان او نيپالي مهاجر ټپیان شوي دي

۱۴۰۳ مرداد ۷, یکشنبه

په سربستان کې د مهاجرو د حامل يوې لارۍ د اوښتو په پېښه کې ۳۰ افغان او نيپالي مهاجر ټپیان شوي دي. د سربستان دولتي تلویزیون ويلي په دغه لارۍ موټر کې نژدې ۵۰ مهاجر سپاره ول چې د دغه هېواد په جنوب شرقي علاقه کې اوښتی دی.

https://p.dw.com/p/4ipcD
د آرشیف انځور (د ۲۰۲۱م کال د نومبر ۸) - د منځني ختیځ مهاجر د سربیا او کوزو ترمنځ یوه علاقه کې
د آرشیف انځور (د ۲۰۲۱م کال د نومبر ۸) - د منځني ختیځ مهاجر د سربیا او کوزو ترمنځ یوه علاقه کېانځور: Jelena Djukic Pejic/DW

د سربستان دولتي تلویزیون (RTS) د شنبې په ورځ رپوټ ورکړ چې د مهاجرو له ډلې ۳ تنه ېې په روغتون کې پاته دي او نورو ېې د مهاجرو په یو کمپ کې چې د دغه هېواد کمیسارۍ له خوا مدیریت کیږي، طبي پاملرنې ترلاسه کړي دي.

کمیساري ويلي دي چې دغه افغان او نيپالي مهاجر ټول ېې نارینه دي.

دغه ترافيکي پېښه د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د جولای ۲۶مه ) د سربستان بیلا پالانکا ښارګوټي ته نژدۍ پر یوه لویه لار رامنځ ته شوې وه. زیاته شوې چې په لارۍ کې نژدې ۵۰ مهاجر سپاره ول چې په سړک کې د ښوېدو له کبله اوښتې وه.

سربيا د بالکان په سیمه کې له پرتو هېوادونو څخه یو دی او بالکان یو له هغو مسیرونو دی چې له آسیا او افریقا څخه مهاجر پرې په غیرقانوني توګه ځانونه داروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته رسوي.

د اروپا د بهرنیو سرحدونو د ساتونکي آژانس فرونټکس په حواله، په ۲۰۲۳م کال کې له دغه مسيره نژدې ۱۰۰زره مهاجرو استفاده کړې وه.

 mks/aa(AFP) bur-ljv/gv

له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل