په سوريه کې څوک جنګیږي؟
د سوریې کورنۍ جګړه په ۲۰۱۱م کال کې د عربي پسرلي په تعقیب تر احتجاجونو وروسته پيل شوه. په اصطلاح دغه پسرلی د منځني ختیځ او شمالي افریقا په ځينو هيوادونو کې د لویو بدلونونو سبب شو. په سوریه کې څوک جنګیږي؟
جګړه چې پای یې نه تر سترګو کیږي
سوریه په ۲۰۱۱م کال کې وروسته له هغې له یوې ویجاړونکي کورنۍ جګړې سره لاس او ګریوان شوه چې د دغه هیواد ولسمشر بشارالاسد د بیلا بیلو پاڅون کوونکو ډلو پر وړاندې د هیواد ډیره برخه له لاسه ورکړه. له هغه راهیسې بهرني قدرتونه هم په دغه جګړه کې ښکیل شوي او جګړه د سوریې له پاره بدمرغي او خونړۍ پیښې له ځانه سره لري.
دیکتاتور
د سوریې د پوځ رسمي نوم د «سوریې عرب پوځ» دی چې ولسمشر بشارالاسد ته وفاداره دی او پر ټول هیواد باندې د ولسمشر د واکمنۍ د بیا ټینګولو له پاره جګړه کوي. د سوریې عرب پوځ سره یو شمیر نورې حکومت پلوه ډلې لکه د ملي دفاع ځواک په څیر ملیشې جنګیږي. د دې تر څنګ دغه پوځ د روسیې او ایران د پوځي سلاکارانو له همکارۍ برخمن دی. روسیه او ایران د اسد ملاتړي دي.
د شمالي لوري څارونکی
ترکیه چې د داعش پر ضد د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ د ائتلاف برخه هم ده، د بشارالاسد ضد یاغیانو فعاله ملاتړ یې کړی. په عین وخت کې د ترکیې اړیکې له متحده ایالاتو سره له دې کبله ترینګلې دي چې متحده ایالات له کردي جنګیالیو سره همکاري لري. انقره دغه کردي جنګیالي په ترکیه کې د منع کړی شوي کردي کارګر ګوند سره تړاو ورکوي. د ترکیې پوځ د حلب په شمال، عفرین او ادلب کې پوځي مداخله کړې.
د ختیځ لور څارونکی
کریملین دا په اثبات رسولې ده چې د بشارالاسد یو غښتلی دوست دی. د روسیې هوایي او ځمکني ځواکونه د ۲۰۱۵م کال په سپتمبر میاشت کې د سوریې له پوځ سره یو ځای شول چې له کلونو راهیسې يې د سوریې پوځ اکمالوه. په هوایي بریدونو کې د ملکیانو د لوړ شمیر تلفاتو له کبله روسیه د نړیوالې ټولنې له سخت انتقاد سره مخامخ شوه. خو د روسیې مداخله د بشار الاسد په ګټه تمامه شوه.
د لویدیځ متحدین
د امریکا متحده ایالاتو په مشرتوب ائتلاف چې د آلمان په شمول تر۵۰ زیات هیوادونه پکښې ګډون لري د ۲۰۱۴م کال په وروستیو کې د داعش پر ضد هوایي عملیات پیل کړل. د داعش ضد ائتلاف دغه ډله سخته وځپله. متحده ایالات په سوریه کې تر۱۰۰۰ زیات ځانګړي ځواکونه لري، چې د سوریې د دیموکراتیک ځواکونو ملاتړ کوي.
پاڅون کوونکي
د سوریې آزادي بخښونکی پوځ د بشارالاسد رژیم پر ضد د احتجاجونو څخه راپورته شو. خو دغه احتجاجونه بیا وروسته په تاوتریخوالي واوښتل. د نورو غیر جهادي ډلو تر څنګ دغه ډلې هم د بشارالاسد له واکه ګوښه کیدل او د دیموکراتیکو ټاکنو غوښتنه کوله. د څو ضربو وروسته د دغې ډلې زیات شمیر غړي له افراطي یاغي ډلو سره یو ځای شول. دغه ډلې د امریکا او ترکیې ملاتړ لاره، خو اوس یې تر ډیره کچه خپل قوت له لاسه ورکړی.
مقاومت کوونکي
د کردانو او افراطي اسلامپالو ترمنځ جګړه د دوی ترمنځ پر خپله شخړه اوښتې ده. د داعش پر ضد د متحده ایالاتو په مشرۍ ائتلاف د سوریې د دیموکراتیک ځواک چې د کردانو او عربي ملیشو څخه جوړ دی ملاتړ کوي. کردي ولسي واحدونه د دغه دیموکراتیک ځواک اصلي جز دی. کردان د بشارالاسد سره ضمني تفاهم لري.
نوي جهادیان
داعش له سیمه ایزې ګډوډۍ څخه په ګټې سره په ۲۰۱۴م کال کې په سوریه او عراق کې ډیري سیمې تر خپل کنترول لاندې راوستې. د خپل «اسلامي خلافت» د رامنځ ته کولو په هڅه کې داعش د پخپل افراطيت او ظلم له کبله ډیر بدنامه شو. د دغې یاغي ډلې پر ضد د متحده ایالاتو او روسیې جلا جلا پوځي عملیاتو دغه ډله بیخي د سقوط په درشل درولي ده.
پخواني جهادیان
داعش یوازینۍ ترهګره ډله نه ده چې سوریه یې ویجاړه کړه. یو شمیر نورې یاغي ډلي هم په دغه کړکیچ کې په جګړه بوختې دي چې د جګړې د بیلا بیلو ډلو او اسد پر ضد جنګیږي. یوه جهادي ډله د حیات التحریر الشام، په نوم ده چې د ادلب ولایت ډیره برخه یې تر کنترول لاندې ده او له القاعدې سره اړیکي لري.
د ایران نقش؟
ایران د سوریې ملاتړی دی چې له لسیزو راهیسې یې یوازینی عربي متحد دی. کله چې په ۲۰۱۱م کال کې دغه کړکیچ پیل شو نو ایران د خپل ملاتړي د دفاع هڅه پېل کړه او تهران له دمشق سره د ستراتیژیک ملاتړ په ترڅ کې د پوځي روزنې او ځمکني ځواکونو په برخه کې مرسته وکړه. د ایران له ملاتړ څخه برخمنه لبنانې شیعه یاغي ډله حزب الله، هم د اسد د رژیم ملاتړې ده او په دغه هیواد کې د ایراني ځواکونو او نیمه ملیشو تر څنګ جنګیږي.