په مديترانه کې ۴۰ مهاجر ژغورل شوي
۱۴۰۲ شهریور ۲۱, سهشنبهاعلان
په مديترانې سمندرګې کې له يوې کښتۍ څخه ۴۰ کسان ژغورل شوي دي. د عيني شاهدانو په حواله ۴۰ تنه نور مهاجر لادرکه دي.
د هامبورګ د «ريسک شېپ» ټولنې د «نادیر» په نوم د ژغورنې کښتۍ په مديترانې سمندرګی کې څلويښت انسانان ژغورلي دي. د سې شنبې په ورځ د دغه ټولنې له خوا ويل شوي چې دا مهاجرد تونس ساحل ته څېرمه په يوه کښتۍ کې موندل شوي چې تر حده زیات کسان پکې سپاره ول.
زياته شوې چې ژغورل شوي د دوشنبې په سهار په خوندي توګه لمبېدوزا ټاپو ته انتقال شوي دي. خو زیاته شوې چې د عيني شاهدانو په حواله ۴۰ نور مهاجر لادرکه دي.
دمديترانې سمندرګي لارهپه نړۍ کې د غیر قانوني مهاجرت په تر ټولو خطرناکو لارو کې شمېرل کیږي. د مهاجرت د نړيوال سازمان (IOM) په حواله د روان ميلادي کال له پېل راهېسې تر ۲۳۰۰ ډېرو کسانو پر دې لاره خپل ژوند له لاسه ورکړی او يا لادرکه دي.