1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نصیراحمد فایق د م.م. په سازمان کې د افغانستان نوی استازی

۱۴۰۰ آذر ۲۶, جمعه

په  ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې نصیر احمد فایق د دې استازولۍ د چارو مسئولیت او مشري پر غاړه اخیستې ده. طالبانو هم په دې اړه غبرګون ښوولی دی.

https://p.dw.com/p/44TGW
USA | UN-Sicherheitsrat zu Äthiopien
انځور: Loey Felipe/UN Photo/Xinhua/picture alliance

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ پر خپله رسمي ټویټر پاڼه لیکلي چې ښاغلی فایق په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ اړوند د ټولو فعالیتونو مسئولیت پر غاړه لري.

د افغانستان دایمي استازولۍ د اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ښاغلی فایق به په ملګرو ملتونو کې د افغانستان اړوند موضوعاتو مسئولیت پر غاړه واخلي څو په افغانستان کې روان ناوړه بشري وضعیت ته رسیدګي وشي.

نصیر احمد فایق هم پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د افغانستان په سختو شرایطو کې دغه دنده ورسپارل شوې ده او ټوله هڅه به یې دا وي چې د خپلو خلکو ږغ تر نړیوالو ورسوي.

په دغه اعلامیه کې یې دا هم زیاته کړې چې افغانستان کې د سخت ژمي د رارسیدو سره به یې د مرستو رسول له لومړیتوبونو څخه وي.

خو په اعلامیه کې دا نه ده روښانه سوې چې نوی استازی د چا له لوري دغه مشرۍ ته ګومارل شوی.

درې مهمو دیپلوماتیکو سرچېنو منلې ده چې د چهارشنبې پر ورځ په ملګرو ملتونو کې افغان استازي غلام محمد اسحاقزي له خپلې دندې استعفا کړې. 

اسحاقزی په تیره جولای مياشت کې د پرځېدلي افغان ولسمشر محمد اشرف غني له لوري دغه څوکۍ ته ور پېژندل شوی وو. نوموړی د د طالبانو د واکمنیدو څلور میاشتې وروسته هم پر خپل ځای وو او په خپلو ويناو کې یې له لويديځوالو غوښتنه کوله چې طالبان باید په رسمیت ونه پیژني. 

سرچینو ویلي همدا راز ويلي چې د نوموړي نوي دنده به د ملګرو ملتونو په اډانه کې د ایتوپیا لپاره وي.

په دې منځ کې طالبانو هم يو ځل بيا خپله هغه غوښتنه تکرار کړې چې په ملګرو ملتونو کې دې د افغانستان استازولي دوی ته ورکړل شي. په دوحه کې یې د طالبانو د مذاکره کوونکي پلاوي غړی او ویاند سهیل شاهین چې د طالبانو له لوري دې مقام ته نومول شوی وو، پر خپله ټويتر پاڼه چې نوموړی پکې ځان په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د اسلامي امارت سفیر او دایمي استازی بولي، دغه غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دسمبر میاشتي پر شپږمه نیټه پریکړه وکړه چې غلام محمد اسحاقزی دې په دغه سازمان کې د افغانستان د استازي په توګه پاتې شي، خو ددغې پریکړې په تړاو طالبانو سخت غبرګون وښوده او دا پړیکړه یې نا سمه وبلل.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو  په اګسټ میاشت کې واک ته تر رسيدو وروسته له ملګرو ملتونو څخه په يوه ليک کې غوښتنه کړې وه چې د افغانستان استازولي دې دوی ته وسپاري او په دوحه کې یې د طالبانو د مذاکره کوونکي پلاوي غړی او ویاند سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه معرفې کړی وو.

خو د ملګرو ملتونو یوې ځانګړې کميټې دوې اونۍ مخکې د طالبانو دا غوښتنه رد کړه او له ښاغلې اسحاقزي یې وغوښته چې پر څوکۍ پاته شې.