په ميانمار کې دوه روهنګيايي ښځې وژل شوي دي
۱۳۹۸ بهمن ۵, شنبهد ميانمار د پوځ وياند، آلمان خبري آژانس ته ويلي چې له دغو دوو روهنګيايي ښځو څخه يوه يې په شمالي ايالت راخين کې د درنو وسلو په ډزو کې وژل شوې او بلې يې په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده. د پوځ وياند د دغو دوو ښځو د وژل کيدو پړه د روهنګيايي ياغيانو پر ډلې، آراکان آرمي باندې اچولې ده.
خو اراکان آرمي ډلې په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې د دوی او ميانماري پوځ ترمنځ کومه نښته يا جګړه نه ده شوې. دغې ډلې د ميانمار د پوځ دغه ادعا بې بنسټه او درواغ بللې ده.
دغه دوه روهنګيايي ښځې په داسې وخت کې وژل شوي دي چې د ملګرو ملتونو نړېوالې محکمې ميانمار حکومت ته ويلي دي چې د روهنګيا مسلمان لږکۍ د حافظت او خوندي توب مسئله باوري کړي او د هغوی د ځان او مال د ساتنې له پاره بشپړ لازم اقدامات تر سره کړي.
نړېوالې محکمې همدا راز له ميانمار څخه غوښتي تر څو د روهنګيايانو پر وړاندې د ترسره شوو پر له پسې ټولو تاوتريخوالو له نښو او شواهدو څخه په بشپړ احتياط ساتنه وکړي.
د ويلو ده چې د ميانمار پوځ په ۲۰۱۷م کال په راخين ایالت کې چيري چې د روهنګيا مسلمان اقليت اوسيږي پوځي عمليات ترسره کړل. تر دغو پوځي اقداماتو وروسته څه باندې ۷۰۰ زره روهنګيايان ګاونډي هيواد بنګله ديش ته مهاجر شول.