په ننګرهار کې درې جسدونه موندل شوي دي
۱۴۰۰ مهر ۱۱, یکشنبهځينو سرچينو ځايي خبریالانو ته ويلي دي چې دغه کسان داعش ډلې سره د اړيکي درلودلو په تور د طالبانو له خوا وژل شوي دي.
د دوو مړو جسدونه په داسې حال کې چې په جلال آباد ښار کې راځړول شوي ول، موندل شوي او دريم ېې د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې موندل شوی دی.
د باختر دولتي خبري آژانس هم په دې اړه رپوټ کې د «اسلامي دولت اړوند درو کسانو د وژل کيدو» خبر ورکړی دی.
دغه درې جسدونه څو ساعته وروسته له هغې موندل شوي چې وسلوالو کسانو په جلال آباد ښار کې د يوه خبریال په ګډون دوه ملکيان او دوه طالبان په ډزو ووژل.
نژدې يوه اوونۍ مخکې طالبانو د هرات ښار په مختلفو برخو کې د څلورو کسانو مړي چې ويلي يې ول انسان تښتونکي ول، راځړولي ول.
د اګست مياشتې په پنځلسمې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسيدلي، په ختيځ ولایت ننګرهار کې د هدفي وژنو پيښې ډيرې شوي دي.
داعش ډله چې طالبانو سره جنګيږي، تر يو حده په دغه ولایت کې فعاله ده او په وروستیو کې يې طالبانو پر ضد د يو لړ بریدونو مسئولیت هم منلی دی. داعش او طالبانو پخوا هم د یو بل پر وړاندې جنګيدلي دي.
طالبانو په حاضر وخت کې هم وايي چې د ننګرهار په ګډون په ځینو ولایتونو کې ېې د داعش پر ضد چاڼيز عملیات ترسره کړي دي.