په هرات کې تر سلو ډیري نجونې مسمومي شوي دي
۱۳۹۴ شهریور ۹, دوشنبهافغان چارواکو ویلي دي چې د مسموم شویو نجونو دقیق شمیر ۱۲۴ تنو ته رسید. هغوی زیاته کړې ده چې د دغو نجونو ډيري يې بيرته له روغتونه خپلو کورونو ته استول شوي دي.
دغه پیښه د دوشنبې په ورځ د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. د دې سیمي ولسوال د پیښې پړه «د افغانستان پر دښمنانو» باندي اچولې ده چې په خبره یې د افغانستان د ماشومانو د زده کړي خلاف دي.
پولیسو ژمنه کړې ده چې مسئول کسان به وموندي او ورسره به قانوني چلن وکړي.
په افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال نجونو ښوونځي ته د تلو اجازه نه لرله او همداراز هغوی نه شوای کولای چې په دفترونو کي کار وکړي.
خو په وروستیو ۱۴ کلونو کې افغانستان د ښځو د حقونو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. خو پر دې سربیره اوس هم افغان مېرمني له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
دا لومړی وار نه دی چې د افغانستان په يو ښوونځی کي زده کوونکي مسمومي کيږي. تر دې دمخه په کندز، خوست او تخار ولايتونو کې دغه شان پېښي رامنځ ته شوي دي.