په هنگري کي د پوليسو او مهاجرو ترمنځ زورزياتی
۱۳۹۴ شهریور ۱۷, سهشنبهد دوشنبې په ماښام د هنگري او صربستان په سرحد کي د «روسکه» کمپ نزدې زرو مهاجرو چي ښځي او کوچنيان هم پکښې شامل ول د پوليسو کلا ماته او د بوداپست پر لور ئې د پر پښو حرکت هڅه وکړه.
د مهاجرو يوه سل کسيزه ډله له سرحد څخه د بوداپست پر لور پر لويه لار پر پښو روان سول او پوليسو لويه لاره د موټرو پرمخ وتړله او پناه غوښتونکو ته ئې لار ورکړه چي ولاړ سي.
روسکه له بوداپسته ۱۸۰ کيلومتره ليري دی. دغو پناه غوښتونکو چي په روسکه کي ئې د پوليسو کلا ماته کړه هلته ئې له راجستر کولو څخه ډډه کوله. داسي ښکاري چي دوی هم بوداپست ته په رسېدو سره بيا نورو غربي هيوادونو ته ځانونه ورسوي.
د رويترز خبري آژانس د راپور له مخي په «روسکه» کمپ کي د پوليسو او مهاجرو ترمنځ تاوتريخوالي کي پوليسو اوښکي بهونکې سپرې هم کارولې ده.
ډيری مهاجر چي غواړي د جنوب ختيځي اروپا (بالکان) له لاري د اروپا غربي هيوادونو ته ځانونه ورسوي لومړی روسکه ته رسيږي. يوه مياشت دمخه دغه کوچني ښار ته هره ورځ تر زرو پوري مهاجر رسېدل.
د روان کال له پيل راهيسي هنگري ته ۱۶۷زره پناه غوښتونکي رسېدلي دي. هنگري د مهاجرو د ورمات بهير په کنترول کي پاته راغلی دئ.
دغه هیواد د مهاجرو د مخنيوي له پاره له صربستان سره په سرحد کي ۱۷۵ کيلومتره اوږد فلزي دېوال جوړ کړ. پر دغه دېوال باندي چي ۳۰ ميليونه يورو لگښت راغلی د مهاجرو مخه ئې نه ونيولای سوای.