1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ايتوپيا کې د اريتريايي مهاجرو شمير لوړ شوی

۱۳۹۷ دی ۱, شنبه

په ورستيو مياشتو کې څه باندې ۲۷ زره او ۵۰۰ اريتریايان ګاونډي هيواد ايتوپيا ته مهاجر شوي دي. د فرانسي خبري آژانس په حواله دغه مهاجرتونه په سپتمبر کې د دواړو هيوادونو ګډ سرحد تر بيا پرانيستلو وروسته پيل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3AWwI
Äthiopien Flüchtlinge aus Eritrea in Tigray
انځور: DW/J. Jeffery

د فرانسې خبري آژانس د اروپايي کميسيون د بشري مرستو ماموريت (ECHO) په حواله خبر ورکوي چې د اريتريا له شمال څخه څه د پاسه ۲۴ زرو اريتريايانو د ايتوپيا په سرحد «ايند اباګونا» او ۳ زره او ۵۰۰ نورو له دې سيمې لرې په ختيځ کې خپلې د پناه غوښتنې سپارلي دي.

د اريتريا سياسي واک له ۱۹۹۳ څخه راهيسې د ولسمشر ايساياس آفورکي په لاس کې دی. پر دغه سياستوال د بشر حقونو د څار سازمان له خوا شديد تورونه لګول شوي دي، په ځانګړې توګه خپل سرو نيولو او توقيف، پر خاصو مذهبي مذاکراتو بنديز او په پوځ کې د اجباري خدمت کولو.

په وروستيو کلونو کې په سلونو زره اريتريايان له خپله هيواده مهاجر شوي دي. له دوی څخه ډیری يې د مديترانې سمندرګي پر خطرناکې لارې اروپا ته رسيدلي دي.

د ECHO په حواله، د اګست مياشتې له ۳۱مې، ايتيوپيا ته ۱۷۴ زره اريتريايي مهاجر رسيدلي دي.

Äthiopien Flüchtlinge aus Eritrea in Tigray
ايتوپیا ته رسيدلي اريتريايي مهاجرانځور: DW/J. Jeffery

د اريتريا او ايتيوپيا تر منځ سرحد د سپتمبر په ۱۲مه پرانیستل شو. دغه پرانيستنه وروسته له هغې وشوه چې په اپريل مياشت کې اصلاح غوښتونکی سياستوال ابيا احمد د ايتيوپيا د صدراعظم په توګه وټاکل شوه. دغه اقدام د صدراعظم په توګه د احمد تر ټاکل کيدو وروسته د يو نوي فصل په توګه ياد شوی دی. په جولای مياشتې کې دواړو هيوادونو يوه د سولې يو تړون لاسليک کړ چې وې شو کړای د دوه لسيزو جګړو ته په رسمي توګه د پای ټکی کيږدي.

خو شنونکي په دې باور دي چې لا هم د دواړو هيوادونو تر منځ سياسي اړيکې په هغې اندازه نه دي ښې شوې چې په نتيجه کې يې د مهاجرتونو د څپو مخنيوي يې کړې وي.

د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ (UNHCR) په اکتوبر مياشت کې ويلي وو چې په ايتوپيا کې د تازه اريتريايي مهاجرو شمير مخ په لوړيدو دی. هغه مهال دغه سازمان ويلي وو چې د اريتريايي مهاجرو اوسط شمير په ورځ کې له ۵۳ تنو څخه ۳۹۰ ته پورته شوی دی.

str-ndy/fal/ri/pma     

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: