په پاکستان کې د اوبو د کمښت ستونزي
۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۳, جمعهپه دې وروستیو ورځو کې د پاکستان د سند ايالت په يو شمیر سيمو کې د اوبو د سخت کمښت له کبله احتجاجونه وشول. ټهټه، بدين، سجاول، کې ټي بندر، دادو او د سېهون شريف په ګډون د سند ایالت په يو شمیر سيمو کې اوبه ډېرې کمي دي چې له کبله یې بزګران له سختو ستونزو سره مخ دي.
د اوبو د کمښت له دې ستونزې سره يوازې سند لاس او ګريوان نه دی، بلکې د بلوچستان ایالت یو شمیر سيمې هم اغېزمنې دي. څو اوونۍ تر مخه په ګوادر کې د اوبو د کمښت له کبله سختې مظاهرې شوې چې ټول بلوچستان یې ولړزاوه.
د بلوچستان د حکومت پخوانی وياند جان محمد بليدي وايي چې د دغه ايالت په يو شمیر سيمو کې تر ځمکې لاندې اوبه په ډېره بې دردۍ سره را ايستل کیږي چې له کبله به يې په راتلونکي کې دا سيمې د اوبو له سخت کمښت سره مخ شي.
هغه له دويچه ويله اردو څانګې سره په خبرو کې وويل چې د مستونګ، قلات، کویټه، زيارت او پښين په ګدون په يو شمیر سيمو کې تر زرو مترو پورې ژورې څاګانې کيندل کيږي او د ځمکې لاندې اوبه کارول کيږي او هيڅوک د دې کار مخه نه نيسي. هغه وويل چې که وضعيت همداسې دوام پيدا کړي په دې سيمو کې به د اوبو بحران نور هم شديد شي.
جان بليدي وويل چې د بلوچستان د نصير آباد سيمه د اوبو له شديد کمښت سره مخ ده: «د دې علت دادی چې دې سيمه ته د اباسين څخه د خپلې برخې اوبه نه رسيږي چې له کبله یې نه يوازې زراعت، بلکې د خلکو کاروبار هم اغیزمن شوی دی.»
په پاکستان کې ځيني کړۍ د نورو بندونو د جوړولو خبره کوي څو د اوبو د کمښت ستونزه حل شي خو ځيني کارپوهان په دې آند دي چې همدې بندونو د اوبو د کمښت ستونزه زيږولې ده چې له کبله د ايالتونو ترمنځ هم ترنګلتياوې زياتې شوي دي.
د اوبو اړوندو چارو کارپوه ډاکتر حسن عباس وایي چې موږ د اوبو طبيعي نظام خراب کړی دی چې له کبله يې په سند ايالت کې اوبه کمې شوي دي. نوموړي دويچه ويله ته وويل: «موږ د بندونو په جوړولو سره د اوبو طبيعي طريقه خرابه کړې ده. مخکې به چې کومې اوبه د بارانه او يا وارو د ويلي کېدو له کبله نیغ په نیغه اباسين ته تللې اوس هغه د بندونو په جوړولو سره ايسارې کړي دي چې له کبله یې د سند ايالت ډېرو سيمو ته اوبه نه رسيږي.»
د نوموړي په حواله دا تصور سم نه دی چې د ډيمونو د ډکولو له پاره باید د اورښتونو او يا وارو اوبه وکارول شي: «بندونه د موسمي بارانونو په اوبو ډکيدلی شي خو موږ لومړی دغه بندونو د کنګلونو په اوبو ډکوو او بيا هڅه کوو چې د موسمي بارانو په اوبه یې ډک کړو. د واورې او کنګلونو له ويلي کيدو څخه په لاس راغلې اوبه بايد يوازې هغه وخت ذخيره شي چې سند ايالت ورته شديده اړتيا ولري.»
هند پر پاکستان د درو سيندونو اوبه بندې کړي دي
ډاکتر حسن عباس وړاندیز کوي چې حکومت باید دا پريکړ وکړي چې آيا د بندونو دا اوبه د انساني او زراعتي اړتياو د پوره کولو له پاره دي او که له دې څخه برېښنا توليد شي: «زما په آند بايد نور بندونه جوړ نه شي بلکې د اوبو ويش ښه کړل شي. په دې توګه به د ايالتونو ترمنځ د اوبو پر سر لانجې هم نه راټوکیږي او سند به د اوبو له قلت سره هم نه مخ کيږي.»
په اسلام آباد کې د اوبو د چارو کارپوه ډاکتر عارف محمود هم وايي چې د اوبو د نه شون ستونزې د دوامداره حل له پاره بايد پاکستان پر زراعت انحصار راکم کړي. هغه له دويچه ویله سره په خبرو کې وويل: «موږ د زراعت له پاره اوبه په سيلابي طريقې کاروو چې له کبله هر کال ډېرې زياتې اوبه ضايع کيږي. موږ بايد ګنې او وریجې او نور داسې فصلونه چې ډېرو اوبو ته اړتیا لري، په محدوده کچه وکروو.»
عبدالستار، اسلام آباد
زموږ له آرشيف څخه: