په پاکستان کې شرابو ۲۴ کسان وژلي
۱۳۹۵ دی ۷, سهشنبهپاکستاني چارواکو ويلي چې د زهرجنو شرابو د څښلو له کبله دا مرګونه د پنجاب ايالت په ټوبه ټيک سنګ سيمه کې چې د پلازمينې اسلام آباد په ۳۳۸ کيلومترۍ کې پرته ده، شوي دي.
د پوليسو يوه سيمه ییز چارواکي وويل: «د تازه معلوماتو پر اساس تر اوسه ۲۴ تنه وژل شوي چې ۲۲ تنه یې عيسويان او دوه پکښې مسلمانان دي. دغه شراب د همدغه سيمې په مبارک آباد کې د ځاي اوسيدونکو له خوا د کريسمس د اختر د ماښام له پاره تيار شوي ول.»
ده زياته کړه چې۶۰ تنه چې د شرابو تر څښلو وروسته ناروغ شوي، بیلا بیلو روغتونونه ته ليږدول شوي دي.
که څه هم چې په پاکستان کې د شرابو جوړولو فابریکې موجودي دي خو د مسلمانانو له پاره د الکولو خرڅلاو او کارونه منع ده او دغه شراب يوازې د اقليتونو او بهرنيو اتباعو له پاره تياريږي.
په داسې حال کې چې په پاکستان کې شتمن خلک زياتره وخت د بهر څخه قاچاق شوي د ښه کيفيت شراب رانیسي، بې وزلي یې تل په کورونو کې جوړ شوي شراب چې زياتره وخت پکښې په زيات مقدار کې ميتانول شامل وي، څښي. ميتانول په الکولو کې په کم مقدار کې موجود وي خو زيات مقدار یې حتی د زهرو غوندي ناوړه اغېز لري.
په پنجاب ايالت کې د روان کال په اکتوبر میاشت کې هم د زهرجنو شرابو د کارولو له کبله ۱۱ عيسويان مړه شوي ول.
همدا راز د ۲۰۱۴م کال په اکتوبر کې هم ۲۹ تنه هغه وخت ووژل شول چې د لوی اختر د لمانځلو په مراسمو کې یې ميتانول لرونکي شراب څښلي ول.
نور مطالب: