په پاکستان کې لس میلیونه ماشومان شاقه کارونه کوي
په پاکستان کې پر دې بندیز دی چې ماشومان شاقه یا سخت کارونه وکړي. خو د یونیسیف، د ارقامو له مخې په دغه هیواد کې شاو خوا لس میلیونه ماشومان د ژوندي پاتې کیدو له پاره اړ دي چي مزدوري وکړي.
د معلوله کلال زحمت کشه زوی
د غلام حسین پلار له پښو معذوره دی. پلار یې په کور کې له خټو لوښي جوړوي او دی هر سهار دغه لوښي په لاسي کراچۍ کې د پلور له پاره وړي. غلام حسین دویچه ویله ته وویل چې کابو هره ورځ تر ۵۰۰ کلدارو عاید لري او کله نا کله ۱۰۰ کلدارې هم مزدوري کوي. خو کله نا کله بیرته تش لاس هم کور ته راگرځي چې دی او کورنۍ یې په هغه ورځ ډیر خفه وي.
د ښوونځي پر ځای هندوانې پلورل
د اسلام آباد په یوه ناحیه کې هندوانې پلرونکي دغه دواړه ورونه هیڅکله ښوونځي ته نه دي تللي. مشر لیاقت بیگ د ورځۍ په ۵۰۰ کلدارۍ مزد کار کوي او کشری ورور منصور بیگ یې د ورځې په ۲۰۰ کلدارو. هغوی که هندوانه وپلوري او یا که بله تازه میوه، ژمی وي که دوبی د خپلې روزۍ گټلو پرته له بل څه نه دي خبر. د لیاقت په خبره د دوی د کورنۍ گوزاره د همدې دوه ورونو په زیار پورې تړلې ده.
د دې انځور تر ټولو ځورونکي خبره؟
یو معصومه ماشوم چې کم عمره مزدور کار هم دی د نسوارو او پيښورۍ څپلو تر څنگ د موچي توب کار هم کوي. دی له یوې ډیرې بې وزلې کورنۍ سره تړاو لري. د دغه ماشوم د انځور چې د یوه مشتري په انتظار کې په ژور فکر کې تللی تر ټولو دردونکي خبره د انځور په ښي اړخ کې د هغه کتابچه ده. په دې عمر کې هغه باید ښوونځي ته تللی خو هغې د سړک پر سر موچي توب کوي.
ولې له ښوونځي ماشومان زړه توري کیږي؟
په انځور کې دغه ۱۴ کلن هلک محمد حنیف نومیږي چې د پیښور دی. له تیرې څه مودې راهیسې هغه له خپل مور او پلار سره په اسلام آباد کې اوسیږي. پخوا هغه ښوونځي کې وو، خو د معلم له خوا تر وهلو وروسته یې له ښوونځي کرکه پیدا شوه او له دوهم ټولگي څخه یې ښوونځي ته تگ پریښود. پخوا یې په لاسي کراچۍ کې جوار پلورل خو اوس عینکي پلوري چې د هغه له نظره لږ پاک کار دی او عاید یې هم ښه دی.
خرڅې یې کړم او که خپله پرې لوبې وکړم؟
اته کلن بخشو جان، ښایسته رنگه پوقاڼې او د لوبو سامان پلوري، حالانکه د ده عمر په خپله د لوبو کولو دی. بخشو وایي چې دی او ټوله کورنۍ یې دغه کار کوي. کله چې خلک د خپلو ماشومانو له پاره له بخشو څخه د لوبو سامان رانیسي نو یو څو اضافه روپۍ هم کله ورکوي. بخشو جان دغو پوقاڼو ته داسې فکر وړی چې خرڅې یې کړم که په خپله پرې لوبې وکړم؟
۱۲ کلن او کاري تجربه څلور کاله
دولس کلن جاویدو چوهدري، د اسلام آباد په یوه ځایي مارکیټ کې د بوټانو په یوه دوکان کې د پلورونکي په توگه کار کوي. څلور کاله کیږي چې هغه کار کوي. د جاوید په خبره پلار یې ډیر پخوا مړ شوی دی او مور یې د خلکو په کورونو کې کار کوي. جاوید وایي: «له څو کلونو راهیسې موږ په اختر کې نوي کالي نه دي اغوستي. ډیره گراني ده او زموږ گوزاره ډیره په مشکل کیږي.»
کالي پلورونکی
اووه کلن وقاص احمد د راولپنډۍ د راجه بازار اوسیدونکی دی او هلته جوړ شوي کالي پلوري. دا چې د مشتریانو توجه خپل لور ته راواړوي نو نعري وهي چې هره جوړه په «سل روپۍ». وقاص له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې دوو کلونو راهیسې دا کار کوي او هیڅ کله ښوونځي ته نه دی تللی. هغه وایي چې د کورنۍ هیڅ ماشوم یې ښوونځي ته نه ځی او ټول له کوچینوالي څخه کار پیلوي.
دوه کوچني پلورونکي
دا په راولپنډۍ کې د ښځو د پړونو دوکان دی، چې یو پکښې بالغ او دوه تنه کمه عمره پلورونکي تر سترگو کیږي. ماشومان چې تر ښوونځي وروسته کوم وخت یې د لوبو دی په دوکان پړوني پلوري. زیاتره وخت بې وزله میندې او پلرونه د سل او دوه کلدارو له پاره دغسې دوکانو ته د کار کولو له پاره لیږي.
کم عمره نجونې چې د خلکو په کورونو کې کار کوي
د اسلام آباد د یوې بې وزلې سیمه دغه ماشومه له خپل کور څخه لږ څه وړاندې په څو کورونو کې د خلکو لوښي او کالي پریمنځي. تر ماسپښین د مخه په یوه ښوونځي کې د دوهم ټولگي زده کوونکي ده او تر ماسپښین وروسته یوه کمه عمره ملازمه.
په دوبي کې د یخ او ژمي کې د نینو پلورل
د اسلام آباد د یوه سړک پر غاړه دغه دوه کم عمره ورونه د دوبي په موسم کې یخ پلوري او په ژمې کې بیا سرې کړې نیني. په پاکستان دغه ډول څو میلیونه ماشومان پر دې نه دي خبر چې د جون دولسمه نیټه له ماشومانو څخه د شاقه کارونو ضد ورځې په توگه لمانځل کیږي. خو پوښتنه دا ده چې حکومت د دغو کسانو د روښانه راتلونکي له پاره خپل ټول فرایض پوره کړي؟
د موټر سایکلونو ورکشاپ کې کار کول
دغه هلک چې د عمر له لحاظه باید په یوه منځني ښوونځي کی وای، د موټر سایکل په یوه ورکشاپ کې کار کوي. بې وزلۍ او لوږې ډیرې میندې او پلرونو دې ته مجبور کړي دی چې خپل اولادونه دغسې کارونه ته ولیږي، څو د ورځې یو څو روپۍ تر لاسه کړي. هغه ماشومان چې زده کړې وکړي ښه مسلکي کسان ترې جوړیدای شي او د ټولنې له پاره لویه پانگونه ده.
له دې ماشومان سره د نا انصافۍ مسوولی څوکی دی؟
یوازې په څو کلنۍ کې په لاسي کراچۍ د تازه میوې پلورونکی دغه ماشوم باید د موسم له سختیو هم وژغورل شي، د دې پر ځای چې نن او سبا یې د محرومیت یوه کیسه وگرځي. دغه ماشوم وایي چې نه یې یادیږي چې د میوې پلورلو پرته یې نور څه هم کړي وي. ښوونځي ته یې تلل غوښتل، خو که هغه پر دې و نه توانید نه د دغه محرومیت مسوولیت د چا پر غاړه دی؟ عصمت جبین/ اسلام آباد