په پيښور کي د افغان قونسلگرۍ د دوو تنو کارکوونکو وژنه
۱۳۹۲ اردیبهشت ۹, دوشنبهد پيښور د پوليسو مشر لياقت علي خان د اسوشيتد پرس خبري آژانس ته ويلي دي، چي د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اپريل ۲۹) يوه ځانمرگي بريد کوونکي چي پر موټر سايکل سپور وو د يوليسو د موټر سره نژدې ئې خپل ځان وچاوه.
په دغه ځان وژونکي يرغل کي ۸ تنه وژل سوي دي او ۴۵ تنه نور ټپیان سوي دي. د دې پيښي ډيری قربانيان د يوه سرويس سپرلي ول چي تر چاودني وروسته په سخته اورلگېدنه کي ټپيان سول.
په پيښور کي افغان قونسل جنرال سيد محمد ابراهيم خيل ويلي دي، چي د دوی دوه تنه کارکوونکي حلال احمد وقاد او محمد ادرس په دغه پيښه کي وژل سوي دي.
په پيښور کي د افغانستان د قونسلگرۍ يوه چارواکي شکير قرار ويلي دي، چي حلال احمد وقاد د افغانستان د سولي د عالي شورا د غړي قاضي امين وقاد زوی دئ. د راپورونو له مخي بل افغان قربانيد د قاضي وقاد وراره دئ.
تر اوسه پوري کومي ډلي د دې بريد مسئوليت پرغاړه نه دئ اخيستی. خو پاکستاني طالبانو گواښ کړی وو، چي راتلونکي پارلماني ټاکني به گډي وډي کړي.
په پلان کي ده چي د می د مياشتي پر ۱۱ نېټه په پاکستان کي ټاکني ترسره سي. د يکشنبې په ورځ په دغه هيواد کي پر سياسي ډلو او انتخاباتي مبارزو باندي په بريدونو کي ۱۱ تنه ووژل سول.
د اپريل د مياشتي له پيل راهيسي پر سياسي ډلو باندي د یرغلونو په ترڅ کي نزدې ۶۰ تنه وژل سوی دي.
پاکستاني طالبانو ويلي ول چي د دغه هيواد ليبرال او سکولار گوندونه به د خپلو بريدونو هدف وگرځوي.
دغه تهديدونو په پاکستان کي انتخاباتي مبارزه له سختو ستونزو سره مخامخ کړې ده. کيدای سي دغه تهديدونه او انديښنې د انتخباتو مشروعيت تر پوښتني لاندي راولي.