په پيښور کي د کلتوري میراثونو د راژوندي کولو کوښښ
د خیبر پښتونخوا حکومت د کلتوري میراثونو او هنرونو د راژوندي کولو او رونق ورکولو له پاره په گور گټهري، کې د «آرټیسین ویلج» په نوم یو مرکز جوړ کړی دی چې پکښې ماهره استادان نوي نسل ته بیلابیل هنرونه ورزده کوي.
مومیایي نقاشي
دولتي مډال اخیستونکی ریاض احمد، له تیرو څلویښتو کلونو راهیسې د مومیایي نقاشۍ یا «واکس پینټنگ» مسلکي دی. هغه په ملکي او نړیواله کچه د لاسي کار په برخه کې د پاکستان استازیتوب کړی دی. هغه اوس خپل هنر شاگردانو ته ورزده کوي. هغه وایي چې دا یوه گرانه مشغولا ده او له دې کبله د هغې په زده کړه او ښوونه کې ډیر احتیاط ته اړتیا ده.
تر اوږده وخته په پیښور کې جوړ شوي میسي او په لاس جوړ شوي سینگاري توکي په ټوله نړۍ کې مشهور ول. خو د وخت په تیریدو سره د دغو شیانو ځای پلاستیکي او د اوسپنو سامان ونیو. په گور گټهري کې جوړ په «آرټیسین ویلج» کې د ټول ایالت په کچه د ماهرو هنرمندانو خدمات اخیستل کیږي، څو دغه کلتوري میراث ژوندی وساتل شي.
د ښځو لیوالتیا په نظر کې نیولو سره په گور گټهري کې د ښځو له پاره پر کالیو باندي د کار کولو ځانگړي کورسونه هم جوړ شوي دي چې بیلابیل ډول هنرونه پکښې ښوول کیږي.
پنځه کلنه شمایله په «آرټیسین ویلج» کې د مختلفو ډیزاینونو پيوي گوري. شمایله وایي چې د هغې پیوي ډیر خوښیږي. په دغه هنر کې د لا ښه والي راوستلو په موخه نوي ډیزاینونه نندارې ته وړاندې کیږي.
محمد خلیل چې د قره قل ښوونکی دی وایي چې له دې کسب سره یې کورنۍ تړلې ده. د هغه په خبره کله چې په ۱۹۴۷م کال محمد علي جناح د پیښور په دوره راغلی وو نو د دوی پلرني دوکان ته هم ورغلی وو او پلار یې محمد علي جناح ته یو قره قل ډالۍ کړ. هغه وايي چې نوي نسل ته د دغه هنر په ښوولو ډیر د خوښۍ احساس کوي.
د ښيښو له اضافي لوښو او بوتلونو څخه د سینگار توکو د جوړولو هنر ښوونکي حنا خان وایي: «موږ په کورونو کې پرتو د ښيښو له اضافي شیانو څخه په لږ مصرف ښه سینگاري توکي جوړولای شو.» د هغې په خبره نجوني د دغه هنر په زده کولو سره کولای شي د کورنۍ په لگښتونو کې مرسته وکړي.
سردار علي وایي چې د دوی کورنۍ له څو لسیزو راهیسې له خټو څخه د شیانو جوړولو له هنر سره تړلې ده. له یوه اړخه هغه شاگردانو ته دغه دودیز هنر ور زده کوي او له بله اړخه هڅه کوي چې په هغه کې نوښت راولي.
په دغه هنري مرکز کې د غاليو جوړولو هنر هم ښوول کیږي. علي خان وایي چې دا کار ځکه زده کوي چې په راتلونکي وخت کې دغه کاروبار وکړي.
له خټو څخه جوړ شوي شیان د نقاشۍ او رنگونو په واسطه لا سینگاریږي. له دغه هنر سره تر ټولو زیات ښځې لیوالتیا لري. د دغو لوښو تر سینگاریدو وروسته، بیه یې دوه واري لوړیږي.
د خیبر پښتونخوا په کلتور کې موسیقۍ ځانگړی ځای لري. پښتانه له رباب سره ډیره مینه لري. په گور گټهري کې ځوان نسل ته د رباب جوړولو هنر هم ورزده کول کیږي.
په دغه مرکز کې د هنري توکو نندارې ته د وړاندې کولو له پاره یو ځای هم جوړ شوی دی، چې د استادانو او د هغوی د شاگردانو د لاسي کارونو نمومنې ایښول شوي دي. د دغو توکو د خرڅلاو چارې هم ژر پیلیږي.
په «آرټیسین ویلیج» کې د ښځو ډیره ونډه د خوښۍ وړ ده. له ټول آیالت څخه ښځې د زده کړو له پاره دغه مرکز ته ورځي. د یوه هنر تر زده کولو وروسته ښځې د اقتصاد په وده کې ونډه لرلای شي.
د خیبر پښتونخوا په گور گټهري کې د دغه مرکز جوړیدل د کلتوري میراثونو او هنرونو د ژوندي ساتلو یوه نوې هڅه ده. په دغه ځای کې ځوانان نه یوازې بیلابیل هنرونه زده کوي، بلکي د روزل شوو کسانو له پاره د یوه عاید د تر لاسه کولو په سرچیني هم اوړي.