په پيښور کې د پوليسو يو لوړپوړی افسر وژل شوی
۱۳۹۸ آبان ۲۳, پنجشنبهد اسوشتيد پريس خبري آژانس د پيښور د پوليسو د مشر ظهور بابر آفريدي په حواله خبر ورکړی چې د پوليسو مرستيال مشر غني خان په يوه بريد کې وژل شوی دی. آفريدي زياته کړې چې غني د پنجشنبې په ورځ له ښار څخه بهر په يوه سيمه کې وژل شوی دی.
په رپوټ کې ويل شوي چې په دغه پيښه کې يو کس چې د بريد پر وخت، د حملې له ځایه د تيريدو په حال کې وو، هم ټپي شو دی. بريدګر په تیښته بريالی شوي دی.
تر اوسه پورې د دغې پيښې مسئوليت چا پر غاړه نه دی اخيستی او نه يم هم د بريد انګيزه روښانه ده. خو د وژل شوي افسر په اړه ويل شوي چې هغه په ورستيو کلونو کې د اورپکو پر پټنځايونو باندې ډيرې چاپې وهلي دي.
خيبر پښتونخواه ايالت او د افغانستان او پاکستان تر منځ قبايلې سیمې په ورستيو کلونو ډيری وخت د وسلوالو بريدونو شاهدې پاتې شوي دي. په دغې سيمه کې د اکثرو ترسره شوو بريدونو مسئوليت پاکستاني طالبانو په غاړه اخيستی دی.